اسلام آباد۔02ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې ملكي آمدن زياتولو نه غېر قرضې ختمېدې نه شي۔ د سېلګرۍ او صنعتونو ودې ته خصوصي پاملرنه كوؤ۔ كاروبارۍ كښې آسانۍ رامخې ته كول زمونږ اولنۍ ترجيح ده۔ پبلک پرائیوېټ ??ار??نرشپ سره به د پرمختيائي فنډز بچت وشي۔ د پبلك پرائېوېټ ??ار??نرشپ په لاره كښې ولاړ خنډان به لرې كولې شي۔ په تېر وخت كښې د جوړ شويو موټروېز هېواد ته زياته ګټه نه ده شوې۔ د هر يوې منصوبې پېل كولو په په وخت بايد د هېواد ګټې نظر كښې ونيولې شي۔ د تېر دور په مقابله كښې مو درې چنده زيات سړكونو جوړ كړي دي۔ اوس به دسړكونو په كمېشن د لندن فلېټون?? اخستلې نه شي۔ سيالكوټ – ك??ار??اڼ موټروے سره به د سفر دورانيه كمېدو سره سره صنعتي هلو ځلو ته وده ترلاسه شي۔ هغه د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ د سیالکوټ- کھاریاں موټروے د بنياد تيګه اېښودو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن او د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد هم دستوره كښې مو??ود وو۔ وزیراعظم ووئيل د پبلك پړائيوېټ ??ار??نرشپ تر سېوري لاندې د منصوبو پېل يو نوے سوچ دے۔ پرمختيائي فنډز به په سكولونو ٬ روغتونونو او نورو منصوبو مصرف كولې شي۔ هغه ووئيل سيالكوټ – ك??ار??اں موټروے يوه مهمه منصوبه ده ولې چې دې سيمه كښې د صنعتي هلو ځلو ودې زيات ګنجائش مو??ود دے۔ هغه ووئيل دې موټروے جوړېدو سره به سفر 100 كلوميټره كم شي۔ هغه ووئيل دوه كاله كښې به سیالکوټ-کھاریاں موټروے منصوبه ترسره شي۔ وزیراعظم ووئيل خېبر پختونخوا كښې د سوات موټروے منصوبه ډېره كاميابه پاتې شوې ده او په دې زمونږ حكومت ته وياړ دے۔ هغه ووئيل زمونږ لويه مسئله دا ده چې مونږ برآمدات ته زياتولو ته تېر وخت كښې پام نه دے ګرځولے۔ د درآمدات زياتېدو له امله مسئلې رامخې ته كېږي۔ په آمدن كښې اضافې له به سېلګرۍ او صنعتي پرمختګ ته پام ګرځول وي او بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستاني وګړو لخوا به سرمايه كاري هم زياتول وي۔ هغه ووئيل تر كومې چې زمونږ برآمدات زيات نه شي تر دغه وخت مونږ د دې څانګو پرمختګ سره د ډالر كمې پورا كولې شو۔ وزیراعظم د پبلك پرائيوېټ ??ار??نرشپ ترسېوري لاندې د سیالکوټ-کھاریاں موټروے منصوبې په پېلو كولو د مواصلات وفاقي وزير او د اېن اېچ اے چارواكو د هڅو ستائنه وكړه۔