اسلام آباد 18 اګست(اے پی پی) د وزيراعظم عمران خان د كركټ په مېدان كښې د پولو څخه د تېرېدو نه واخله د وزيراعظم چوكۍ تر سنبالولو د كاميابۍ تصور د ذه??ي محكومۍ څخه د آزاد ځانګړي او حقيقت په بنياد سوچ پاتې شوې٬ په تېر وخت كښې عمران خان د كركټ په زرين دور د پاكستانۍ لوبډلې د يو داسې ځوان لوبغاړي په توګه رامخې ته شو كوم چې د لوېديزو كركټرانو د شان و شوكت څخه كله هم مرعوب نه شو بلكې ده تل په خپله غوره كاركردګۍ انحصار وكړو۔
وزيراعظم عمران خان څو ځله وئېلي دي چې ده د 16 كلونو په عمر كښې فرسټ كلاس كركټ پېل كړو او خپلو ملګرو لوبغاړو سره يې كله هم په دې دريځ اتفاق ونه كړو چې لوېديزو لوب ډلو ته ماتې نه شي وركولې كېدې٬ ده تل د پاكستاني ملګرو لوبغاړو ډاډګيرنه كړې چې دوي دې د داسې ذه??ي كېفيت نه رابهر شي او په خپل ځان دې باور وكړي٬ د دې جذبې له مخې د پاكستان د كركټ لوبډلې د خپل كپتان عمران خان په مشرۍ كښې د كال 1992م نړيال كپ وګټلو٬ كه هر څو په هغه وخت كښې ناقدينو د پاكستان د كركټ لوبډله د مينځنۍ درجې لوبډله ګرځولې وه۔
وزيراعظم عمران خان په سياست كښې هم دې ذه??ي پوختګۍ٬عزم او ولولې سره خپل فعاله كردار ترسره كوي۔ د سماجي تفاوت چېلنجونو سره مخ پاكستانې قوم ته هغه د وزيراعظم په توګه دا مشوره وركوي چې دوي دې خپل ذه??ونه د نورو كلتورونو د ذه??ي غلامۍ څخه آزاد كړي ٬ده په دې وروستيو كښې د هېواد د تاريخ د وړومبي يو ډول قومي نصاب د اجرا په موقع ووئيل چې محكوم ذه?? كله هم كومه لويه كارنامه نه شي ترسره كولې٬يوازې د جدت په بنياد او اصل سوچ دا په اعزازاتو درنولې شي۔
يو ډول قومي نصاب د وزيراعظم عمران خان د خوب تعبير دے٬ د ده د ګوند د دوه لسيزو څخه دا منشور پاتې شوې چې قوم دې په شريكو اخلاقياتو او اخلاقي قدرونو متحد كړې شي۔ وزيراعظم عمران خان د داسې تعليمي نظام د ودې په حق كښې نه دے چې مقصد يې د كم ترۍ يا برترۍ په بنياد د بېلا بېلو سماجي طبقو ترمينځه يوه لويه خلا پیدا كول وي۔ هغه ??ائ?? چې دا خبره د اف??وس وړ ده چې انګريزۍ ژبه د زده كړې تر حد محدوده پاتې نه شوه بلكې دا د يو سټېټس سمبل جوړ شو
عمران خان ??ائ?? چې د ذه??ي غلامۍ زنځيرونه ماتول زيات مشكل دي او مونږ قوم د داسې ذه??ي كېفيت نه رابهر كولو لپاره پوخ عزم لرو۔ يو قوم هم تر هغه وخت لوړو منزلونو ته نشي رسېدلې تر څو چې هغه په خپلو حقيقي اقدارو او اخلاق انحصار ونه كړي۔ وزيراعظم ??ائ?? چې له بده مرغه چې څنګه زمونږ نظام تيار كړې شوې مونږ انګريزي يوازې لوړو زده كړو لپاره د ژبې په توګه نه ده زده كړې بلكې مونږ د دې په ځاې ټول كلتور خپلوو كومه چې ډېره د اندېښنې وړ خبره ده۔
د وزيراعظم دا دريځ دے چې د نورو كلتور خپلول د ذه??ي غلامۍ سبب ګرځېدے شي او دا د رېښتنې سوچ او د جدت په لار كښې يو لوي خنډ دے كله چې تاسو د بل چا كلتور خپل كړئ او د خپل ځان نه يې اعلٰی ګڼۍ او د هغه غلا?? جوړ شئ۔ هغه ??ائ?? چې د دې ذه??ي غلامۍ په نتيجه كښې يو داسې نظام رامينځ ته شي كوم چې د جسماني غلامۍ نه هم بدتره وي۔ د چا نقل كول يوازې نقل كېدې شي او داسې هغه يو ښه غلا?? جوړ شي٬ څوك چې يوازې روايات خپلولو او نقل كولو لپاره وي هغه د دې نه زيات هېڅ نشي ترلاسه كولې۔ وزيراعظم عمران خان د قومي نصاب د اجرا دستورې په موقع په اف??انستان كښې د رامينځ ته شوي صورتحال ذكر كړے و٬په اصل كښې د هغه وېنا دا وه چې يوازې د جسماني غلامۍ خاتمه كافي نه ده بلكې د ذه??ي غلامۍ نه وتل زيات مهم دي۔ وزيراعظم عمران خان وئېلي وو چې په دې وروستيو كښې په اف??انستان كښې د غلامۍ زنځيرونه مات شوي دي خو ده دا خبره واضحه كړې وه چې د ذه??ي غلامۍ زنځيرونه ماتول تر ټولو مشكل كار دے۔ ده د دې خبرې څرګندونه د اف??ان قوم تعليم ته د رسنې اهميت او د نړۍ په وړاندې د دوي ذه??ي كېفيت په نظر كښې ساتلو سره كړې وه۔ دا يو حقيقت دے چې د منطقې د ستونزو يوه بنيادي وجه ارزان تعليم ته د رسنې نشتوالې دے۔ كوم هم قوم او ټولې منطقې لپاره د تعليم نه بغېر خپل ځان مخ په وړاندې بوتلل ناممكن دي۔ نړيوال شهرت لرونكي اف??يقائي لارښود نيلسن منډېلا يو ځل وئېلي و چې تعليم د نړۍ تر ټولو طاقتوره وسله ده كومه چې د نړۍ بدلولو لپاره كارولې كېدې شي۔ وزيراعظم عمران خان د ذه??ي غلامۍ د زنځيرونو ماتولو په باره كښې چې كوم بيان وركړے هغه د منطقې كم پرمختلليو او وروستو پاتې هېوادونو لپاره لارښونه ده چې دوي په خپل ځان باور ساتلو سره د پرمختګ ايجنډا مخ په وړاندې بوځي۔ د منطقې د بېړو كليد په يقيني توګه تعليم دے خو د وزيراعظم عمران خان په قول ذه??ي زنځيرونه يو ځل او تل لپاره د ماتولو او خپل ځان د دې نه آزادولو لپاره اصل نصب العين د دې د كليد لرونكي په باره كښې دے