اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو دوهم وزير فرخ حبيب وئيلي دي چې مونږ له د پاكستان د مفاداتو له مخې پرېكړه كو?? دي٬ يوازې د امن لاره د افغانستان د مسئلې حل دے، پاکستان ته ??نګ كښې د اتيا زره كسانو زيان رسېدلے٬ 30 مېليونه افغان كډوال اوس هم په پاكستان كښې موجود دي، مونږ په فېټف قوانينو عمل كړے او پاكستان د يو سنجيده رياست ثبوت وركړے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په و??ځ نجي ټي وي چېنل پروګرام كښې كړې۔ ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان د افغانستان د صورتحال پحقله تسلسل سره بيانيه وه چې جنګ د افغان مسئلې حل نه دے٬ د افغانستان د مسئلې سياسي او د مذاكراتو د لارې حل ممكن دے۔ ده ووئيل پاكستان عمر له د افغانستان ملګرتيا كړې، مونږ 50 مېليونه افغان كډوالو ځائ كړي٬ نن هم درېش مېليونه كډالو پاكستان كښې مېشته ??ي، دوي دلته ??رملنې لپاره راځي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مونږ نړۍ ته ??ا واضحه كو?? چې پاکستان ته په جنګ كښې د اتيا زره كسانو او 160 اربه ډالرو نه زيات معاشي زيان رسېدلے دے. ده ووئيل څو ځله مو وئيلي دي امن له دې موقع وركړې شي٬ نن چې په قطر كښې د كو??و مذاكراتو خبره شوې ده دا خبره و??يراعظم عمران خان د كال 2004 راهسې كو?? چې دا مسئله د خبرو اترو د لارې حل كېدې شي۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان جراًتمندانه او واضح موقف ??ختيار كړے دے ٬ پاكستان به د امن شراكتدار وي او په يوه شخړه كښې به برخه نه اخلي٬ مونږ له د پاكستان د مفاداتو له مخې پرېكړه كو?? دي