اسلام آباد۔7 اګست(اے پی پی) صدر مملکت ډاكټر عارف علوي د اطلاعاتو او خپرونو وزارت ادارو ډیجیټلائزېشن د ابلاغ ذريعو په مېدان كښې مهم سنګ ميل ګرځولو سره وئيلي دي د ميډيا په څانګه كښې ټېكنالوجي ډېره مهمه ده او دغه اړخ ته مثبت پېشرفت سره مونږ د نوي پاكستان په لوري روان يؤ۔ د اسلاموفوبيا مخنيوي او د كشمير مسئلې په بشپړه ډول رامخې ته كولو له د اجتماعي هڅو د لارې فعاله بيانيه زيات اهميت لري۔ د حقائقو په ضد د خبرونو خپرېدل د پاكستان په شمول ګرده نړۍ كښې يوه لويه ستونزه ګرځېدلې ده۔ هغه د خالي په ورځ پاك چائنه سنټر كښې د اطلاعاتو او خپرونو 8 ذېلی ادارو ډیجیټلائزېشن منصوبې نېشنل ډیجیټل انفارمېشن پلېټ فارم ” اېن ډی آئی پی” پرانستې غونډې ته خطاب كولو۔ په دې موقعه د اطلاعاتو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن هم خطاب وكړو۔ په دستوره كښې لومړۍ میرمن ثمینه علوي ، د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر ، د اطلاعاتو او خپرونو وزیر فرخ حبیب ، وفاقي وزیره شیرین مزاري ، د احتساب او کورنیو چارو لپاره د وزیراعظم سلاکار شهزاد اکبر ، د سندھ چارو لپاره د وزيراعظم خصوصي سلاکار ارباب غلام رحیم ، د اطلاعاتو او خپرونو سېکتره شاهيره شاهد ، د پرېس انفارمېشن آفيسر سهېل علي خان ٬ د اے پي پي اېم ډي مبشر حسن ٬ د پي ټي وي اېم او د پي بي سي ډي جي په شمول نور اعلی چارواكي موجود وو۔ صدر وو??يل چې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر چوهدري فواد حسین په مشرۍ كښې د پي ټي وي ٬ رېډيو پاكستان ٬ اے پي پي ٬ پېمرا ٬ پي آئي ډي ٬ ډيجيټل ميډيا ونګ او د مېډيا پوهنتون حوالې سره په راجوړه شوې دستوره كښې په ګډون راته خوشحالي شوې۔ هغه وفاقي وزري چوهدري فواد حسېن ته د قامي ميډيا په ډیجیټلائزیشن مباركي وركړه۔ صدر وو??يل پي ټي وي لويے لويے فنكاران پېدا كړي دي او د معين اختر نه لويے كاميډين ما نړۍ كښې ليدلے نه دے۔ هغه وو??يل چوهدري فواد حسېن د مباركۍ حقدار دے چا چې د قومي ميډيا په عصري بنيادونو د اودرولو ګام پورته كړو۔ صدر وو??يل د حقائقو په برعكس خبرو نه نړۍ تنګه راغلې ده۔ هغه وو??يل پاك پروردګار د غلط خبر په اړه هدايت كړے چې كه د كوم څيز شك وي نو تحقيق دے وكړے شي۔ هغه وو??يل غلط خبرونه نړۍ كښې تباهي خپروي۔ عراق كښې په لويه كچه د تباهي خپرونكو وسلو موجودګۍ په اړه د دروغو خبرونه وركړې شول۔ دغلته د کېمیکل لېب موجودګۍ دعوی دروغ ثابت شوه۔ د عراق لخوا د يورنيم اخستو خبرې هم دروغ ثابت شوې۔ په دروغو اډانه د دې خبرو په بنياد نړۍ بې لارې كړې شوه او نړۍ په عراق د بمبارۍ اجازه وركړه۔ د لكھونو په شمېر انساني ځانونه ضائع شول۔ د حضرت محمد (ص) خطبه د يو لاك نه زياتې مجمعې خو به اورېدلې وي۔ د خبرې وړاندې رسولو له مكبر به ذمه واري ترسره كړی وي۔ دې نه وروستو د اذان آواز لرې رسولو له مينارونه جوړ كړې شول او دغې نه وروستو لاؤډ سپيكر د دغې په ځائې وكارولې شو۔ دا ټولې د كميونيكېشن ذريعې دي۔ صدر وو??يل نن د ميډيا دور دے او كه خبر د عكس سره وي نو زيات اثر كوؤنكے وي۔ هغه وو??يل د كشمري د مسئلې حل او د اسلاموفوبيا مقابله به د ميډيا د لارې كېږي ولې چې ميډيا د ذهن په بدلولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ صدر وو??يل ما د ټويټر كارول په كال 2007 كښې پېل كړي۔ تحریک انصاف په كال 2010ء كښې د خپل مركزي مجلس عامله غونډه كښې وېډيو كنفرنس وكړو۔ هغه وو??يل نړۍ د ميډي ده۔ كه فلسطين كښې كېدونكې ظلم تصوير سره وښودلے شي نو اثر به ئې زيات وي۔ د سوريه كډوال بچي د بحر روم په غاړه د لاش تصوير په نړۍ كښې خپور شو چې ورسره نړۍ خبر شوه چې دا هېوادونه كډوال ډوبېدو له وركوي خو ددوئي كوبتوب كولې نه شي۔ پاكستان د 35 لکه افغان كډوالو مېملستيا كړې ده۔ هغه وو??يل مسلمانانو له به نړۍ ته خپله بيانيه وركول وي۔ صدر وو??يل ډرامه نګاره حسینه معین د خپل وفاقت نه څور ورځې وړاندې مونږ كره راغلو نو هغه وو??يل پي ټي وي دې غوره جوړ كړے شي۔ صدر وو??يل پاکستان چې څنګه کرکټ كښې پی اېس اېل او كے پي اې كوي داسې بايد هاكۍ لپاره هم اقدامات وكړې شي۔ هغه وو??يل پي ټي وي له به ښه پروګرامونه ښودل وي۔ په مېرمن د تشدد چې كومې ډرامې ښودلې شي هغه زمونږ كلتور نه دے۔ حقيقت كښې چې اسلام او زمونږ ټولنې مېرمنې ته كوم مقام وركړے د هغې له مخې ډرامې دې جوړې كړې شي۔ هغه وو??يل د قام د تربي?? ذمه واري يوازې د عمران خان نه ده بلكې په دې لړ ك??ې جومانو بنيادي كردار ترسره كولې شي۔ هغه وو??يل د وزیراعظم عمران خان د کورونا حوالې سره پرېكړو كښې بې وزلو سره د خواخوږۍ عنصر هم شامل ؤ نړۍ دا كاميابې ګرځولې دي۔ هغه وو??يل زمونږ قدم د نوي پاكستان په لور روان دي۔ كه پاك پروردګار ته منظور وي مونږ به خپل ژوند كښې نوے پاكستان ووينو۔ هغه وو??يل تعميري ميډيا سره ښه خيالات وده مومي او نړۍ كښې خپره شوې اسلاموفوبيا به ختمه شي۔