اسلام آباد 11 جولائي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې بايد ن ليګ او پيپلز ګوند د آزاد جمو كشمير او??س ګمراه كولو په ځائ خپل انتخابي كمپائن ته پام وكړي، ن ليګ او??س ته وئيلو لپاره هېڅ نه لري، دوي د كرپشن نه بغېر هېڅ نه دي كړي. د اتوار په ورځ نجي ټي وي چې??ل سره په خبرو كښې وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د كومې يرې نه بغېر د ملګرو ملتونو پشمول په ټولو نړيوالو فورمونو د كشميريانو مقدمه كوي او ده د مودي د حكومت مكروه څېره ن??ې ته څرګنده كړې او په رښتينې معنٰی ئې د كشميريانو د سفير جوړېدو حق ادا كړے. ده ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان په هڅو نن لوېديځه مېډيا په مقبوضه كشمير كښې د هند د ظلمونو په ضد ليكونه كوي. فرح حبيب ووئيل چې پي اېل اېم اېن د خپل ګوند د پلويانو په ضد مقدمو لپاره په محكمو او د ادارو په مشرا??و تنقيدونه كوي كه هر څو دوي خپلې بدعنوانې او غېرقانوني كانو سره مخ دي.