اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي)د سېنېټ ??يئرمېن محمد صادق سنجراني وئېلي دي پاكستان كيوبا سره اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬د دواړو هېوادونو ترمينځه د شريكې مر??تې لا ودې لپاره د نورو موقعو لټولو ضرورت دے۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ په پاكستان كښې د كيوبا سفير سره په خبرو كښې كړې چا چې پارليمنټ هاؤس كښې ده سره ملاقات كولو۔په ملاقات كښې د سېنېټ ??يئرمېن او د كيوبا سفير په دوه اړخيزه اړيكو٬سيمه ايز صورتحال او د شريكې خوښې په چارو خبرې كړي۔د سېنېټ ??يئرمېن ووئيل پاكستان كيوبا سره اړيكو ته د قدر په سترګو ګوري٬په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ لپاره سازګار ماحول موجود دے٬د سرمايه كار دوسته پالېسو څخه كيوبا له هم ګټه پورته كول پكار ده ۔صادق سنجراني ووئيل كيوبا لپاره د توا??٬ت??ارت٬كركيلې او فشري څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعې شته ٬ دغسې پاكستان د تجارت٬روغتيا او كلتور په څانګو كښې كيوبا سره اړيكو ته د لا ودې وركولو خوښي لري۔د سېنېټ ??يئرمېن په كيوبا كښې د كورونا په سوب په شوو مرګونو د افسوس څرګندونه وكړه۔د كيوبا سفير ووئيل د پارليماني روابط لا مستحكمولو لپاره د كيوبا په قامي اسمبلۍ كښې د فرينډ شپ ډله هم جوړه كړې شوې ۔د كيوبا بزنس مين په پاكستان كښې سرمايه كارۍ له خوښي لري