اسلام آباد21جون (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي د ګردې نړۍ غوندې پاكستان ??م د كرونا وائرس مخنيوي لپ??ره هڅې كوي٬ سخت وخت په يو ښه موقع بدلولو سره د صحت عامه خپل نظام قوي كولے شوو ٬ مونږ ټول تر ھغې محفوظ نه يو تر څو چې ټول انسانيت محفوظ نه شي٬ د صحت قامي ادارې د واكسين عمل په غوره ډول مخ په وړاندې بوتللے۔ د ګل په ورځ د صحت قامي اد??ره اسلام آباد كښې دستورې ته خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل د کرونا وبا په موجوده چپه قابو موندلو لپ??ره ګرده نړۍ كښې د واكسين لګولو سلسله جاري ده٬ ده ووئيل الحمدلله پاکستان دكرونا وبا م??نيوي لپ??ره خپلو هلو ځلو كښې تر ډېره حده بريالے شوے او ګرد هېواد كښې د واكسين لګولو كمپائن په كاميابۍ سره روان دے۔ده ووئېل د وزيراعظم د سمارټ لاک ډاون پالېسي يو خوا د اولس صحت منده ساتلو او بلخوا د معاشي زيان ??ه د ساتلو په توازن اډاڼه ده د كومې چې ګرده نړۍ معترف ده۔ خارجه وزير ټولو اړوند ډلو په خاص توګه د هېلت او سروسز وزارت ، ريګوليشن اينډ کوآرډينيشن، نيشنل انسټي ټيوټ آف هيلت او د نېشن?? کمانډ اينډ آپريشن سينټر (اين۔سي۔او۔سي) ته د کرونا وباء مخنيوي لپ??ره په بلها ستړو پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د صحت قامي ادارې د واكسين عمل په غوره ډول مخ په وړاندې بوتلے او د واكسين لګولو خدمت په ښه ډول ترسره كوي۔ده ووئېل دانسټي ټيوټ لا جديد كول اود “پاك-وَيك” (Pak-Vac ) جوړولو عمل د “اېن۔آئي۔اېچ” د موثره او زيرك قيادت د هلو ځلو او د وظيفائي تړون او مينې مظهر دے۔ ده مېجر جنرل عامر اکرام او د ھغه ډلې ته په هلو ځلو مباركي وركولو سره ووئيل مونږ د ډبليو اېچ اواو د چين په مرسته كولو د هغوي مننه كوٶ چا چې پاكستان ??ښې واكسين ته رسنې له اسانۍ وركړي ۔ده ووئيل د سباون لپ??ره به مونږ له په دې خبره ځان ??وهه كول وي چې د بې غورۍ هېڅ ګنجائش نشته٬ مونږ سخت وخت په يو ښه موقع بدلولو سره د صحت عامه خپل نظام قوي كولې شو۔٬ ده ووئېل زه دا باور لرم چې مونږ ټول تر ھغې محفوظ نشو پاتې كېدلے تر څو چې ټول انسانيت محفوظ نه وي۔