اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) د پاکستان د قامي اسمبلۍ په كوربتوب كښې د اقتصادي مرستې تنظيم لپاره د پارلماني اسمبلۍ د عمومي اسمبلۍ (پيكو) د دوېم كنفرنس د پرانستې غونډه (نن) د نهې په ورځ كېږي۔ د قامي اسمبلۍ سېكټرېټ له مخې د نهې په ورځ د جون په وړومبۍ نيټه پېل كېدونكې كنفرنس به دوه ورځې دوام ل??ي او د جون په دوېمه نېټه به پائي ته رسي۔ په كنفرنس كښې به د افغانست??ن، ترکیه، ازبکست??ن، تاجکست??ن، آذربائیج??ن، قزاخستان او د کرغزستان سپيكران ګډ??ن كوي او د ايران او تركمانستان سپيكران به د وېډيو لنك د لارې ګډ??ن كوي۔ د کنفرنس په پرانستې غونډه كښې به صدر ډاکټر عارف علوي د خاص مېلمه په حېث ګډ??ن كوي او سپيكر اسد قېصر به استقباليه خطاب كوي او د دې نه پس به د ګد??ن كوٶنكو هېوادونو سپيكران وېنا كوي۔ د كنفرنس مركزي موضوع “سيمه ايز اتحاد لپاره پارلماني شراكتدارۍ ته وده وركول دي۔ په كنفرنس كښې به ګډ??ن كوٶنكي غړي د اي سي او غړو هېوادونو ترمېنځه په پارلماني مرسته غور كولو سره سره د تجارت، سېلګرۍ او معا??ي مرستې ته وده وركولو لپاره په لارو لټولو غور كېږي۔ د يادونې وړ ده د نړيوال اهميت وړ دا كنفرنس د سپيكر اسد قېصر د خاص هلو ځلو په نتيجه كښې ممكن شوے ٬ کنفرنس كښې شريك امن او د سوكالۍ اېجنډا مستحككولو لپاره پارلماني رابطو ته پام ګرځولے شوے۔