اسلام آباد 26 مئي (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي په ټ??لو سيمو كښې يو ډول پرمختيائي پروژو پېل ك??لو ته حكومت پام لرنه كوي۔ترلاسه شوي پرېس رېليز له مخې د شورو په ورځ وزيراعظم عمران خان سره ليه كښې د سوئېلي پنجاب سره تعلق لرونكو غړو او د ګوند عهديدارو ملاقات كړے۔د ملاقات په مهال خاص مرستيال ډاكټر فيصل سلطان٬ملك عامر ډوګر٬شهباز ګل٬د پنجاب وزيراعلٰی عثمان بزدار٬خاص مرستياله ډاكټر فردوس عاشق اعوان٬د قامي اسمبلۍ غړي عامر محمود كياني٬عبدالمجيد خان نيازي٬نياز احمد جهكړ٬د صوبائي اسمبلۍ غړي رفاقت ګېلاني٬طاهر رندهاوا٬شهاب الدين سحر٬ملك احمد علي اولكه او د ګوند عهديدارو هم موجود وو۔په ملاقات كښې غړو وزيراعظم د خپلو اړوندو سيمو اولسي مسئلو او د هغې حل لپاره د وفاقي او صوبائي حكومت د پورته كړو اقداماتو څخه خبر كړو۔د دې نه علاوه غړو د سوئېلي پنجاب محرومۍ لرې ك??لو لپاره سيمې ته په پام لرنه او په تاريخي پرمختيائي كارونو پېل صوبائې او وفاقي حكومت ته پېرزوئنې وړاندې كړی۔وزيراعظم ته ووئيل شول سږ كال د غنمو ښه پېداوار تر لاسه شوے او زرعي اجناس په ښه بيعه كروندګر څوكاله شوي۔د پنجاب وزيراعلٰی عثمان بزدار وزيراعظم ته ووئيل په سيمه كښې د سېلګرۍ هلو ځلو ودې او په خاص توګه د تهل جيپ رېلي لپاره درې كروړه روپۍ بېلې كړی شوي۔ليه كښې به جديد تعليمي آسانيو ورك??لو لپاره نوي شپږ كالجونه او يو پوهنتون جوړولې شي۔وزيراعظم د غړو څخه د پاكو اوبو ورك??لو او د دريابونو څخه د زمكو حفاظت لپاره منصوبې او د برېښنا ورك??لو تفصيلات وغوښتل او سپار??تن?? يې وكړه چې دا پروژې دې زر تر زره بشپړه كړی شي۔وزيراعظم ووئيل مالداره او غريبانانو له د پرمختګ يو ډول موقعې وركول او وګړي د غريبۍ څخه ويستلو ته حكومت پام لرنه كوي