ملتان۔26اپرېل(اے پی پی)وزیراعظم عمران خان پ?? يوه ورځنۍ دوره د ګل په ورځ د يوې خصوصي الوتكې د لارې ملتان ته ??رسېد۔ وزيراعظم عمران خان به ملتان كښې د پاتې كېدو په مهال د سوئي??ي پنجاب سېكرټرېټ د بنياد تيګه كېږدي او ملتان لپاره به د 30 اربه روپو خصوصي پرمختيائي پېكج اعلان كوي۔ د سوئي??ي پنجاب سېكرټرېټ په جوړولو به درې اربه 54 کروړه روپۍ مصرف كولې شي۔ دا دستوره به په سركټ هاؤس ملتان كښې كېږي ٬ وزیراعظم به سپورټس ګراؤنډ كښې د كسان كارډ جاري كولو دستورې ته ??م خطاب كوي۔ د وزارت عظمیٰ منصب سنبالولو نه وروسته دا د وزيراعظم عمران خان د ملتان اولنۍ دوره ده۔ د وزیراعظم په راتلو د امنيت سخت انتظامات شوې وو او د سركټ هاؤس او سپورټس ګراؤنډ څلورو واړو اړخونو ته سيمو لپاره خصوصي ټرېفك پ??ان تيار كړے شوے و۔