اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاه م??مو?? قريشي وئيلي دي د افغانستان شخړه كوم پوځي حل نه لري، د مسئلې يواځنې لار جامع او پراخا مذاكرات دي. د جمعې په ورځ په استنبول كښې ?? تركيې او افغانستان خارجه وزير سره د درې اړخيزه غونډې نه پس خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال د پاكستان خارجه وزير مخدوم شاه م??مو?? قريشي ووئيل په درې اړخيزه غونډه كښې په ګډون كولو خوشحاله شوے يم. ده ووئيل د افغانستان د سولې عمل په دې مهم پړاٶ درې اړخيزه غونډه ډېره مهمه ده. ده ووئيل بايد مونږ د فورم كارولو سره نه يوازې په وزارتي كچه بلكې د مشرانو په كچه كانفرنس هم وكړو. ده ووئيل نن په دې درې اړخيزه غونډه كښې ?? مشرانو په كانفرنس هم خبرې شوي. ده ووئيل د افغانانو ت??مېنځه د مذاكراتو په صورت افغانان يوه نادر موقع لري، باي?? دوي په ګډه مذاكرات معنٰی وركوونكي جوړ كړي. شاه م??مو?? قريشي ووئيل د افغانستان شخړه كوم پوځي حل نه لري، د مسئلې يواځنې لار جامع او پراخا مذاكرات دي. ځكه مونږ طالبانو ته د مذاكراتو وايو ځكه چې دا ?? دوي د سباٶن معامله ده چې پرېكړه ئې دوي ته په خپله كول دي. خارجه وزير ووئيل په افغانستان كښې ?? بدامني لوي قيمت د افغانانو نه پس پاكستان ادا كړے. زمونږ تر ټولو لوي ځاني او مالي زيان شوے. يو سوله ايز افغانستان د پاكستان په ګټه دے. ده ووئيل نن مونږ د سيمه ايزو روابطو په زياتولو هم خبرې كړي. مونږ په اقتصادي مرسته او د غېر قانوني مائيګرېشن په مسئله هم خبرې كړي. د شريكو هڅو د لارې په غېر قانوني مائيګرېشن قابو موندلے كېدې شي. ده ووئيل زمونږ د شريك خبري كانفرنس پرېكړه د فكر د يووالي څرګندونه ده. ده ووئيل په افغانستان د امن په نتيجه كښې ??ه په منطقه كښې ??وابط وده وكړي