اسلام آباد 20 اپريل (اے پي پي) د پنجاب ګورنر چودھري محمد سرور او د بين الصوبائي رابطه وفاقي وزيرې ډاکټر فهميده مرزا د نهي په ورځ پارليمنټ ??اؤس كښې د قامي اسمبلۍ اسپيکر اسد قيصر سره ملاقات کړے۔ ملاقات كښې درېو واړو لارښودو د خاتم النبيين حضرت محمد صلي الله عليه وسلم په ضد د ګستاخانه بيانات به زيات شوي رجحان او لويديز كښې د مسلمان??نو مذهبي جذبات مجروح کولو په پېښو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ملاقات كښې په دې خبره اتفاق راغلے چې اروپا او شمالي امريکې سره تعلق لر??نك?? اسلامي پارليمنټيرين سره به رابطه به هغوي ته وئيلي شي چې خپلو اړوندو پارليمانونو كښې د توهين رسالت مسئله پورته كړي۔ په دې لړ كښې پريكړه شوې چې اسپيکر اسد قيصر به د پارلمان سپيکر??نو / پريذائيډنګ افسر??نو ته خطونه ليكي دغسې چې دې عمل ختمولو له په پارلمان كښې بحث وكړي۔دوي اتفاق وكړو چې د يو بل د مذهبي جذبات احترام کولو سره به معاملات په ښه ډول ترسره كولې شي۔ اسپيکر اسد قيصر ووئيل اروپا د هولوکاسټ په اړه حساس ده ، دغسې د نبي اکرم صلي الله عليه وسلم په ضد تد وهين آميز خبرو سره د مسلمان??نو جذبات ته د زيان رسولو سلسله دې اودرولې شي۔ اسپيکر ووئيل د رائے څرګندوني آزادۍ په آړ كښې مذهبي جذبات دا ډول نظرانداز کول د قبلولو نه دي۔ده ووئيل د مسلمان??نو مذهبي جذبات مجروح کولو سره د مذهبونو رانزدې كولو په ځاے لري والي پيدا كيږي