اسلام آباد۔31مارچ(اے پی پی) د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د مواصلات وفاقي وزير ??را?? سعيد په مشرۍ كښې موټروے پوليس خپله پېشه وره صلاحيتونه لا قوي كولو له نوې ټېكنالوجي كاروي۔ د ډرون ټېكنالوجۍ د لارې فعاله نګرانۍ سره به نه يوازې ريونيو زياته شي بلكې پېښې به هم كمې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د شورؤ په ورځ به اسلام آباد ټول پلازه ایم۔2 د موټروے پولیس د ډورن ټېكنالوجۍ كارولو په حقله دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل ډرون ټېكنالوجي موټروے پوليس سپيډ چېك كولو له كارولې شي۔ هغه ووئيل دې سره به د موټروے پولیس ریونیو زياته شي۔ هغه ووئيل پوليس كښې به ټېكنالوجي ونګ جوړول وي چې ورسره به د جرمونو مخنيوي له هم مرسته ترلاسه شي۔ هغه ووئيل دا مهال د ډرون صنعت د 22 اربه روپو دے كوم ب?? چې سباؤن كښې 70 اربه ته رسولې شي۔ هغه ووئيل موټروے پوليس د ټېكنالوجۍ په كارولو يو سنګ ميل ته رسېدلي كوم چې پاتې پوليس فورسز لپاره د يو م??ال حېثيت لري۔ په دې موقع د مواصلات وفاقي وزير ??را?? سعيد د ډرون ټنكنالوجي كارولو په لړ كښې د انسپکټر جنرل موټروے پولیس ډاكټر سيد كليم امام او د هغه د ډلې هڅې ستائلو سره ووئيل د موټروے پولیس كاركردګي د اول نه د ستائنې وړ ده۔ د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن مننه كوؤ د چا په مرست?? چې دا ټېكنالوجي معارفي كوؤ۔ هغه ووئيل ډرون ټېكنالوجي سره به د مختلفو خلاف ورزو مخنيوي له مرسته ترلاسه شي۔ هغه ووئيل په 117 ټول پلازو كښې په كومه هم ټېكس نه دے زيات كړے شوے او ريونيو زياته كړې شوې۔ ??را?? سعید ووئيل په دوه نيم كاله كښې مونږ 1654 کلومیټر اوږده سړكونه جوړول پېل كړي كوم ??ې د پخواني حكومت په مقابل كښې 60 فیصده زيات دي۔ هغه ووئيل تر كالام د موټروے منصوبه جوړولې شي چې ورسره به سېلګرۍ ته وده ترلاسه شي۔ ??را?? سعید ووئيل په دوه نيم كاله كښې مو 6 زره 35 کلومیټره سترې لاری جوړول پېل كړي۔ په دې موقع وفاقي وزير ??را?? سعيد د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير ته اعزازي شيلډ وركړو۔ دې نه وړاندې د نېشنل هائي وېز او موټروے پولیس لخوا دستوره كښې ګډون كوؤنكو لپاره د معارفي كړې ډرون ټېكنالوجي عملي څرګندونه وكړې شوه ??و د موټروے پوليس كاركردګۍ په حقله بريفنګ وركړے شو۔