اسلام آباد 15 فروري (اے پي پي) خ??رج?? وزير مخدوم شاه محمود قريشي به (نن) د نهې په ورځ د مصر خپل همڅنك سامح شکري په خاص بلنه په درې ورځنۍ دوره مصر ته ځي۔ د خ??رج?? دفتر وياند له مخې خ??رج?? وزير دا دوره د وزيراعظم عمران خان او د مصر صدر عبدالفتاح السيسي ترمينځه د او آئي سي مکه سمټ 2019 او د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په مهال نيويارك كښې د ملاقاتونو تر مخه كو??۔ خ??رج?? وزير به د خپلې دورې په موقع د مصر خپل همڅنګ سره د تفصيلي مشاورت سره د مصر نور اعلي چارواكو سره ملاقاتونه هم كو??۔ خ??رج?? وزير به د مصر کاروباري كسانو او پاکستانو وګړو سره هم ملاقات كوي۔ هيله څرګنديږي چې دې دورې سره به د پاکستان او مصر ترمينځه بيلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكې لا مستحکمې شي۔د ګل په ورځ خپل يو بيان كښې خ??رج?? وزير ووئيل پاکستان او مصر څو لسيزو راهسې خپلو كښې نزدې اړيكي لري۔پاکستان او مصر د يوې عقيد??، تهذيب او اقدارو تر مخه اړيكي لري او په سيمه ايزه او نړيواله كچه په ډيرو چارو پاکستان او مصر يو نظر لري