اسلام آباد 22 جنوری (اے پی پی) پاکستان د عراق پايه تخت بغداد په يو بازار كښې د دوو ځانمرګي بريدونو غندنه كړې ده ، د كومې په نتيجه كښې چې 32 كسان مړه او ګڼ ژوبل شوي۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند په بغداد كښې د ترهه ګرۍ بريدونو غندنه كولو سره د غمجنو كورنيو سر?? غمرازي ښكاره كړې او د ژوبل كسانو زر روغتيا له ئې دعا كړي۔ ويا??د ووئيل پاکستان د هر ډول ترهه ګرۍ غندنه كوي او د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د عراق حکومت او اولس سره د يووالي څر??ندونه كوي