اسلام آباد۔7جنوری(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي وزیراعظم عمران خان ټول عمري د بې وزله او وروستو پاتې طبقو لپاره ګامونه پورته كړي۔ احساس پروګرام‘ لنګر خانې ‘ پناہ ګاه او كامياب جوان پروګرام د دې ښكاره ثبوتونه دي ۔ورځپاڼې خرڅونكي په سختو موسمونو كښې هم ورځپاڼې هر كور ته د رسولو ذمه وارۍ ترسره كوي۔ پخوا د موقعو وېش سم نه دے شوے يوازې په يوه طبقه مهربانۍ شوي۔ هغه د زيارت په ورځ پي آئي ډي كښې د ورځپاڼو خرڅوونكو لپاره د پېكج اع??ان دستورې ته خطاب كولو۔ د اطلاعات وفاقي سېكرټري زاهدہ پروین ‘ د پاكستان ??ېت المال اېم ډي عون عباس پبي ٬ ټكا خان او د دواړو ښارونو ګڼ شمېر ورځپاڼو خرڅونكو دستوره كښې ګډون كولو۔ وفاقی وزیر ووئيل خېبر پختونخوا كښې د صحت انصاف كارډ كاميابې تجربې نه وروستو وفاق او پنجاب كښې به هم د صحت انصاف كارډ دائره ورو ورو پراخه كوؤ۔ هغه ووئ??ل دا مهال ګرده نړۍ يوې وباﺀ سره مخ ده۔ په دې مهال نوكرۍ ختمې شوې او خلق ځپلي شوي۔ ولې د دې ستونزې باوجود د عمران خان كاميابې تګلارې سره هېواد كښې ژوند او روزګار دواړه بچ كړے شوي۔ هغه ووئيل وزيراعظم د ??ېت المال مشر عون عباس بپی جوړ كړے كوم چې په غوره ډول د وزيراعظم په وژن عمل كوي۔ هغه ووئيل پاكستان ??ېت المال اطلاعات وزارت سره په ګډه د ورځپاڼو خرڅونكو او د دوي كورنيو لپاره يو غوره پېكج اع??ان كړے۔ هغه ورځپاڼو خرڅوونكو له باور وركړو چې د اطلاعات وزارت به د هغوي مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل كړي۔ د اطلاعات وزارت سېكرټري زاهده پروين دستورې ته خپل خطاب كښې ووئيل مونږ په ګډه يو پېكج ??وړ كړے كوم چې ورځپاڼو خرڅوونكو او د هغوي كورنيو لپاره دے۔ صحت يوه مهمه څانګه ده ??ېت المال سره په ګډه دا پرېكړه شوې چې 6 لکه روپۍ به دوي ته او د دوي كورنۍ ته درملنو له وركولې شي۔ دې ووئېل سکول ‘ کالج او پوهنتونونو كښې تر پي اېچ ډي به مصاريف پاكستان ??ېت المال پورته كوي۔ د پېښې په صورت په د معذورۍ به مالي مرسته كولې شي ٬ دغسې دوي له به پاورټی الیوی اېشن فنډ نه د سود نه پاك قرض هم وركولے شي۔ د پاكستان ??ېت المال اېم ډي عون عباس پبي ووئيل ورځپاڼې خرڅوونكي 80 زره دي ولې د كووېډ د لاسه دا شمېره 22 زره ته راغلې۔ هغه ووئ??ل د ??ېت المال لخوا يو فوكل پرسن مقرر كړے شوے او د ??ېت المال ضلعي دفترونو ته هم امر شوے چې د ورځپاڼو خرڅونكو درخواستونه په فاسټ ټرېك وچلوي۔ ده ووئ??ل د دوي د ماشومانو فيسونه او د تھیلیسیما او نورو موذي رنځونو درملنو له به دوي ته فنډز وركولې شي۔ د آل پاکستان اخبار فروش یونین صدر ټکا خان په پېكج اع??انولو د اطلاعات وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ٬ د اطلاعات سېكرټري او ??ېت المال اېم ډي مننه وكړه۔