اسلام آباد 23 دسمبر(اے پي پي) پاکستان د هندي قابض پوځ لخوا په لائن آف كنټرول د ډز بندۍ په خلاف و??يو د هند ناظم الام??ر خارجه دفتر ??ه رابللے او ورته خپل سخت احتجاج رېكارډ كړے شوے ٬ د هندي ځواكونو لخوا د دسمبر په 22مه نيټه كال 2020 د لائن آف كنټرول په تته پاني او جندوټ سېكټر كښې د جنګ بندۍ خلاف و??زۍ شوي چې پكښې 50 كلنه مېرمن شهيده شوې او د كوچنۍ پشمول 3 كسان ژوبل شوي٬ هند د ډزو په مهال لويه وسله او مارټرز استعمال كړي۔ د خارجه دفتر له مخې د كال 2020 په مهال د هند قابضو ځواكونو لخوا 3012 ځل د ډز بندۍ خلاف و??زۍ شوي چې په نتيجه كښې ئې 28 كسان شهيدان شوي او 253 بې ګناه وګړي ژوبل شوي۔ د هند د قابضو ځواكونو لخوا د بې ګناه وګړو د ويشتلو غندنه كولو سره په دې خبره زور رواړلے شو چې دا ډول اقدامات د كال 2003 د ډز بندۍ د لوظنامې بيخي خلاف و??زي ده او دا د انساني اقدارو او د پوځ د وظيفائي كردار هم منافي ده۔ خارجه دفتر ووئيل د نړيوال قوانين دا ډول خلاف و??زۍ د هند لخوا په لائن آف كنټرول د اړي ګړي زياتولو د هلو ځلو عكاسي كوي او د سيمه ايزې سلامتيا لپاره خطري دي ٬ هند دا ډول اړي ګړي ته هوا وركولو سره په غېر قانوني مقبوضه جمو وكشمير كښې د بشري حقونو د سنګينو خلاف و??زو څخه د نړۍ پام نشي اخوا كولے٬ په هند زور رواړلے شو چې د كال 2003 د ډز بندۍ د لوظنامې احترام وكړي او د ډز بندۍ د خلاف و??و تحقيقات وكړي او په لائن آف كنټرول او وركنګ باونډري امن برقرار وساتي دغسې د ملګرو ملتونو پوځي مبصرينو ډلې ته د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د خپل كردار لوبولو اجازه وركړي