اسلام آباد۔8 دسمبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېك) من??وبې ترسره كېدو سره به هېواد كښې د پرمختګ او سوكالۍ يو نوے دور پېل شي چې ورسره به د اولس د ژوند معيار كښې مثبت بدلون رامخے ته شي او د روزګار موقعې به په لاس راشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د نهې په ورځ د سي پېك اتهارټي چيئرمېن جنرل (ر) عاصم سليم باجوه سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ سپیکر اسد قېصر ووئيل چې سي پېك د هېواد د پرمختګ او سوكالۍ من??وبه ده د دې ترسېوري لاندې خې??ر پختونخوا كښې د روانو من??وبو په وخت ترسره كېدل د وخت مهم ضرورت دے۔ هغه زياته كړه چې د سي پېك ترسېوري لاندې د روانو من??وبو ترسره كېدو سره به د پرمختګ او سوكالۍ نوے دور پېل شي۔ د رشكۍ اكنامك زون سره به سيمه كښې اولس ته د روزګار نوې موقعې په لاس ورشي۔ هغه ووئيل سي پېك سره به تجارت سره سره د سفر آسانۍ هم رامخې ته شي۔ سپيكر ووئيل د ډېره اسماعيل خان موټروے او چشمه رائټ بېنك كنال من??وبې ترسره كېدل د وخت مهم ضرورت دے۔ د سی پیک اتھارټی چیئرمېن عاصم سلیم باجوہ سپیکر د سي پېك ترسېوري لاندې روانو من??وبو په اړه او په خاص توګه خې??ر پختونخوا كښې د روانو من??وبو تفصيلاتو نه خبر كړو۔ هغه ووئيل د رشكۍ اكنامك زون پرانسته به ډېر زر ??كړې شي۔ هغه ووئيل په ډېره اسماعيل خان موټروے او د سي پېك په نورو من??وبو به ډېر زر ??ار ترسره شي۔ هغه سپيكر ته باور وركړو چې د ډېره اسماعيل خان موټروے او چشمه رائټ بېنك كن??ل په شمول د نورو روانو من??وبو زر تر زره ترسره كولو له به ټول وسائل كارولې شي۔ هغه ووئيل د سي پېك ترسېوري لاندې د روانو من??وبو سر ته رسېدو سره به د خې??ر پختونخوا صوبې صنعتي څانګه كښې تجارت او سرمايه كارۍ كښې بدلون رامخې ته شي او خې??ر پختونخوا به د دې مركز جوړ شي۔