اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د صنعت او پېداوار وفاقي وزير حماد اظهر وئيلي دي حكومت د ملكي صنعت مسابقت زياتولو لپاره د پ??ور ريليف پ??كج اعلان كړے، د وز??را??ظم سپارښتنې له مخې د توان په نرخونو كښې د كمي د لارې د تجارتي خرڅونو كمولو پرېكړې شوې . د نهې په ورځ وز??را??ظم عمران خان سره د صنعت په اړه د توان ريليف پ??كج د بريفنګ په مهال ده ووئيل هېواد په سمه لار روان شوے، د سيمنټ، آټو موبائل، ټكسټائل او د تعم??را?? څانګې ترقۍ ته ړتيا ل??ي. ده ووئيل ټولو صنعتونو ته د كوم اضافي چارجز نه غېر شپه ورځ برېښنا وركولے شي. ده ووئيل د كوم صنعت كنكشن جې بي ون، بي ټو او بي تهري دے، هغه به تر جون د اضافي يونټس په استعمال 50 فيصده رعايت ترلاسه كړي. وفاقي وزير حماد اظهر ووئيل د بي ون نه تر بي فائيو به ټول صنعتونه د كارولې برېښنا په يونټو 25 فيصده رعايت ترلاسه كړي. ده ووئيل پېداوار زياتولو لپاره د برېښنا نرخونه كمول ضروري دي او پيك آورز به ختمول وي. ده ووئيل د پ??ور ريليف پ??كج په نتيجه كښې به په هېواد كښې اقتصادي چارې ودې ومومي او د روزګار موقعې به زياتې شي.