اسلام آباد۔30 اکتوبر (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري د حضور نبي كريم (ص) د زېږون ورځې په موقعه اسلامي نړۍ ته مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د لوئے څښتن لخوا د كائنات ذرې ذرې ته د حضو?? علېه السلام معرفت وركړے شوے دے۔ د حضور په شا?? كښې د ګستاخۍ جراﺀت كوؤنكي دي په دې پوهه شي چې د دوئي دې تګلارې سره زمونږ عشق خپل پ??غمبر سره لا سوا كېږي۔ وزیراعظم عمران خان د دې ګستاخيانو مخنيوي له ګامونه پورته كړې دي۔ د سيرت طبيه په رڼا كښې د چاپېريال ككړتيا نه خلاصې موندلې كېد?? شي۔ هغه د جمعې په ورځ قومي رحمت للعالمين كنفرنس ته خطاب كولو۔ هغه ووئيل د دې كنفرنس سرخط سږ كال’’دچاپېريال ككړتيا ختمول د سيرت طيبه په رڼا كښې/ماحولیاتی آلودگی کا خاتمہ سیرت طیبہ کی روشنی میں‘‘ غوره كړې شوې دې۔ په دې موضوع د سيرت كتابونه او مقالې ليكلې شوي دي۔ ده علماﺀ كرامو ته خپل خطاب كښی ووئيل وزيراعظم نن نه تر راروانې جمعې د عشق رسول اوونۍ لمانځلو اعلان كړے دے دغسې چې د حضو?? علېه السلام په شا?? كښې د ګستاخۍ كولو ناپاك جراﺀت كوؤنكو ملعونانو ته دا معلومه شي چې تاسو څومره دا جرات كوۍ زمونږ خپل رسول سره عشق به لا سوا كېږي۔ هغه ووئيل وزيراعظم عمران خان په نړيواله كچه د دې ګستاخيانو مخنيوي له مهم ګامونه پورته كړې دي