اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) د ك??مي?? پارلماني كمېټې چيئرمېن شهريار خان آفريدي وئيلي دي چ پاك??تا?? چې په كوم ډول اقليتونو سره د يو برابر سلوك نمونه مرتب كړې، نړۍ له د دې نه زدكړې كول پكار دي. په پاك??تا?? انسټي ټيوټ آف پارليمنټري سروسز كښې د اقليتونو نړيوالې ورځې په اړه سېمينار ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل د دې ورځې لمانځلو مقصد ټولې نړۍ ته د اقليتونو د حقونو د اهميت احساس وركول دي. شهريار خان آفريدي ووئيل د هندو??تا?? حكومت د اقليتونو په ضد رياستي ترهګري پېل كړې، د نسل كشې د شېطاني پلان تر مخه په خاص توګه مسلمانان په نښه كولے شي، نړيوالې ټولنې ته به د غېر قانوني هندي مقبوضه جمو ك??مي?? د اولس خپلواكۍ حق لپاره ذمه واري ترسره كول وي، اوس وخت راغلے چې پرمختللې نړۍ په ك??مي?? كښې د روانو ظلمونو مخ نيوي لپاره په سمدستي توګه مداخله وكړي. ده ووئيل سږ كال د فرورې په مياشت كښې د هن?? په پايه تخت ډيلي كښې هندوانو په مسلمانانو بريد كولو كښې 36 مسلمانان وژلي وو او ګڼ شمېر جوماتونه شهيدان كړے شوي وو. دغسې د هند واكمن ګوند پارلمانې غړو په اولسي كچه د هندو ترهګرو د آر اېس اېس د ملاتړ ستائنه كړې. سېمينار ته د آزاد ك??مي?? صدر سردار مسعود خان هم وېنا وكړه او وې وئيل په آزاد جمو ك??مي?? كښې اقليتونه بشپړه مذهبي آزادي لري، د بي جے پي حكومت د هند مسلمانانو، عيسايانو، سكهانو او دلتانو په ضد د ترهګرې راج جوړ كړے. سېمينار ته امريكائي وګړې ټوډ شيه ووئيل اقليتونو سره د سلوك په معامله كښې پاك??تا?? د منطقې د هېوادونو نه ډېر مخ په وړاندے تللے دے. د صوبائي اسمبلۍ غړي رنجيت سنګھ ووئيل په دې كښې هېڅ شك نشته چې په پاك??تا?? كښې اقليتونه يو برابر حقونه لري، مونږ په دې وروستيو كښې د اګست 5مه نېټه د تورې ورځ په توګه لمانځلې. ده ووئيل په مقبوضه ك??مي?? كښې ك??مي??يانو سره د ظلم سلوك روان دے.مونږ فخر كوو چې مونږ پاك??تا??يان يو. مونږ په ك??مي??يانو د هندي ظلم غندنه كوو. ده ووئيل پاك??تا?? هغه يواځنے هېواد دے چرته چې د اقليتونو ورځ لمانځلې كېږي. په دې موقع د جامعه جنېديه مشر پيرزاده عدنان قادري ووئيل اسلام د نورو مذهبونو د احترام كولو درس وركوي.