اسلام آباد 29 جون (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د زرعي څانګې ودې او په خاص تو??ه كوچنيو كروندګرو ته ريليف لپاره ټيوب وېلز له د ارزانې برېښنا وركولو په تجويز صوبو سره په مش??ورت د لائحې جوړولو سپارښتنه كړې ده ۔ وزيراعظم د ګل په ورځ په زرعي څانګه كښې په ټېوب وېلز د سبسډي وركولو د تجويز په بابله د غونډې مش??ي كوله۔ په دې موقع د نېشنل فوډ سېكورټي اېنډ ريسرچ وفاقي وزير سیّد فخر امام، د ت??ان وزير عمر ایوب، د خزانې صلاحكار ډاکټر عبدالحفیظ شېخ او نورو لوړ پورو ګډون كولو۔ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ له خوا جاي بيان تر مخه وزیراعظم عمران خان سپارښتنه كړې چې د زرعي څانګې ودې او په خاص تو??ه كوچنيو كروندګرو ته ريليف وركولو لپاره ټيوب وېلز له د برېښنا په بيعه سبسډي وركولو لپاره په تجويز صوبو سره په مش??ورت تګ لاره جوړه كړئ۔ وزیرِاعظم ووئيل د زرعي څانګې ودې ته حكومت پام لرنه كوي ۔ ده ووئيل د هېواد سوكالي د زرعي څانګې ودې او د كروندګرو خوشحالۍ سره تعلق لري۔