اسلام آباد 14 جون (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف د قومي اسمبلۍ غ??ي فېض الله وئيلي دي چې چې معاشي حالات بهتر شي نو د سركاري ??لازمينو په تنخاګانو نظرثاني ك??لې شو. د اتوار په ورځ په خپله يوه مركه كښې ده ووئيل چې تنخاګانې كمې كړې شوې نه دي او په ځائ ساتلې شوې دي. ده ووئيل چې په هېواد كښې د پېټروليم مصنوعاتو بېعې په منطقه كښې تر ټولو كمې دي. ده ووئيل چې د كورونا وائرس له امله د ټ??لې نړۍ پشان په پاكستان كښې هم معاشي ستونزې دي، په دې حالاتو كښې حكومت اولس ت?? ريليف وركولو لپاره كوم نوے ټېكس نه دې لګولې. په سختو معاشي حالاتو كښې دا يو متوازن بجټ دے