اسلام آباد ۔ 11 جون (اے پی پی) احساس اېمرجنسی کېش پروګرام په 9 اوونو كښې يو كروړ مستحقينو سره د مالي مرستې كولو هدف ترسره كړے دے۔ دا پروګرام د روان كال اپرېل ??يا??تې په 9 مه نېټه پېل شو چې مقصد ئې د كو??ونا وائرس لاك ډاؤن ځپليو كو??نيو سره مالي مرسته كول وو۔ په مجموعي توګه به 12 ملينه نه زياتو كو??نيو ته د كو??نۍ په سر 12 زره روپۍ وركولو سره 144 اربه روپۍ وېشلې شي۔ په احساس اېمرجنسی کېش پروګرام تبصره كولو سره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر ووئيل د لوئے څښتن په كرم مونږ په 9 اوونيو كښې 10 ملينه وګړو ته د مرستې رقم وركولو هدف ترسره كړې دې او د راروانې ??يا??تې تر پايې به 12 ملينه وګړو ته د مرستې رقم وركولو هدف ترلاسه كړؤ۔ دې ووئيل كو??ونا وائرس ځپليو مستحقينو سره مالي مرستې له ګرد هېواد كښې 10,000 نه زيات د ادائيګۍ مركزونه جوړ كړې شوي دي۔ دې ووئيل تر دې دمه پنجاب كښې 43.42 ملینه مستحقینو ته 52.70 اربه روپۍ ، سندھ كښې 30.34 ملینه مستحقینو ته 36.63 اربه روپۍ او خېبر پختونخوا كښې 18.45 ملینه مستحقینو ته 22.69ا??به روپۍ وركړې شوي دي۔ دغسې آزاد كشمير كښې 0.172 ملین نه زياتو مستحقينو ته 2.12 اربه روپۍ ، بلوچستان كښې 0.497 ملین مستحقینو ته 6.5 اربه روپۍ ، ګلګت بلتستان كښې 70000 نه زياتو مستحقینو ته 88 کروړه روپۍ او اسلام آباد كښې 46000 نه زياتو مستحقينو ته 56 اربه وېشلې شوي دي