اسلام آب??د 01 جون (اے پی پی) ټول هيواد كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وا??رس 2964 نوي كيسونه رامخې ته شوي دغسې نور 60 كسان مړه شوي دي ٬ د ځپلې شوو كسانو شميره هم 72 زره 460 او د مړو شوو ټوله شميره 1543 ته رسيدلې ده۔ د نیشنل كمانډ اینډ آپریشن سینټر (این سی او سی) د كورونا وا??رس تازه اپ ډیټ له مخې هيواد كښې د كورون?? ایكټو كیسونو شميره 44 زره 834 او د تصدیق شوو كيسونو شميره 72 زره 460 ته رسيدلې ده ، د تيرو 24 ساعتو په مهال 2964 نوي كيسونه راپور شوي او 60 نور كسان مړه شوي دي چېې ورسر?? په مجموعی توګه د مړو شميره 1543ته رسيدلې ده۔ د این سی او سی له مخې سندھ كښې د كورونا وا??رس تر ټولو زيات 28 زره 245 كيسونه راپور شوي۔ پنجاب كښې د كيسونو شميره 26 زره 240 ته رسيدلې ده ۔دغسې په خیبرپښتونخوا كښې 10 زره 27 او اسلام آباد كښې 2589 ته رسيدلې ده۔ بلوچستان كښې 4393 او ګلګت بلتستان كښې 711كيسونه راپور شوي دي۔ آزاد كشمیر كښې د كورونا وا??رس كيسونو شميره 255 ته رسيدلې ۔ په ټول هيواد كښې تر اوسه 26 زره 83 رنځوران ښه شوي۔ د این سی او سی له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال 60 كسان مړه شوي دي۔ د كورونا وا??رس له امله د مړو شميره 1543 ته رسيدلې ده چې پكښې په سندھ كښې 481، پنجاب كښې 497، كے پی كے كښې 473، ګلګت بلتستان 11 ، آزاد جمو او كشمیر كښې 6، اسلام آباد كښې 28 او بلوچستان كښې 47 كسان شامل دي۔ تر اوسه 5 لاكهه 61 زره 131 كسانو د كورونا وا??رس ټیسټونه شوي دي ۔ د هيواد په 727 روغتونو كښې 4776 رنچوران پراته دي جې پكښې د 73١ حالت اندېښمن دے۔(SFA/ZIA/1500)