اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) قامي خزانې لپاره د وزيراعظم سلاحكا?? ډاکټرعبدالحفيظ شېخ وئيلي دي د وړوكو او د مېنځنۍ درجې كاروبار ته تحفظ او وده وركولو ته حكومت پاملرنه كوي ۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د سټېټ بنك او سيکورټيز اينډ ايکسچينج کميشن آف پاکستان ( اېس اي سي پي) په مرسته د محفوظ ټرانزېکشن ??جس??ري پرانستې دستورې ته وېنا كښې وكړه۔ په دستوره كښې د ډاكتر عبدالحفيظ شېخ پشمول د نړيوال بنك، نړيوال پرمختګ لپاره د برتانيې ادارې ډي اېف آئي ډي، د سرمايه کارۍ بورډ، د خزانې وزارت لوړ پوړو ګډون وكړو۔ ډاکټرعبدالحفيظ شېخ ووئيل د كوچنۍ او مېنځنۍ درجې كاروبار ته تحفظ وركول ته پام لرنه كوو ، د وړو او مېنځنۍ درجې صنعت د خپل صلاحيت په مقابل كښې يوازې لس فيصده پېداوار وركوي كوم چې د مالياتي سهولتونو د نامناسبه رسنې سبب دے۔ ده ووئيل محفوظې ??جس??رۍ سره به د وړوكو او مېنځنۍ درجې صنعتونو ته مالياتي سهولتونه وركولو كښې بهتري راشي۔ ډاكټر حفيظ شېخ ووئيل د ??جس??ري په سوب به دغه صنعتونه وده وكړي۔ ده ووئيل سکيور ??جس??ري څخه به په خاص توګه كوچني ص??عتونه مستفيد شي كوم چې ګاڼه كولو لپاره غېر منقوله جائېداد نه لري۔ ده ووئيل د محفوظ ??جس??ري په سوب به واړه صنعتونه منقوله جائيداد ګاڼه كولې شي