اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي د قامي اسمبلۍ غونډه د مئي په يوولسمه نيټه د ګل په ورځ رابللې شوې او ??ه دې اتفاق مخالفې ډلې د خپل رېكوزيشن د بېرته اخستو پرېكړه كړې ده۔ د نهې په ورځ د پارلماني ليډرز غونډې نه پس د پارلمان نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې شاه محمود قرېشي ووئيل د سيد فخر امام په مشرۍ كښې د پارلماني مشرانو غونډه وشوه۔ په غونډ?? كښې بېلا بېل تجويزونه رامخې ته شول٬ په غونډ?? كښې پرېكړه وشوه چې د ګل په ورځ ماسپخښين درې بجې به د قامي اسمبلۍ غونډه رابللې شي او ??ه دې اتفاق راتللو مخالفې ډلې خپل رېكوزيشن د بېرته اخستو پرېكړه كړې ده ۔ ده ووئيل د غونډې دورانيه به د يوې نيمې نه تر دوه ساعته وي٬ په خاص سېشن كښې به د پوښتنو دمه نه وي٬ د استحقاق يو تحريك به نه وړاندې كېږي او نه به د التواء تحريك يا د پام راګرځونې تحريك كېږي٬ غونډه به د يوې ورځې دمې سره جاري وي۔ غونډ?? كښې دا پرېكړه وشوه چې كورم به نه په توګه وي۔ ده ووئيل غونډه به تر كرونا وائرس محدود ساتلې شي دغسې چې قامي اتفاق رائے پېدا كړې شي۔ ده ووئيل دا هم پرېكړه وشوه چې مېلمنو ته به په غونډ?? كښې د ګډون كولو اجازه نه وي٬ پرېس نمائندګانو ته به اجازه وي او ??ه دې بابله د لائحې پرېكړه به د پرېس ګېلرۍ اېګزېكټو باډي كوي۔ خارجه وزير ووئيل په غونډ?? كښې د غړو ?? ګډون پرېكړه به د هر پارلماني ګوند مشران پخپله كوي٬ د غړو ??حفظ لپاره په طريقه كار هم اتفاق راغلې۔ ده ووئيل د پارلمان په لاجز كښې به تګ راتګ محدود ساتلې شي۔ مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل ??ه دې غونډ?? كښې به مونږ هڅه كوٶ جې د بجټ غونډې په اړه هم اتفاق رامخې ته كرې شي