پېنډۍ ۔ 19 اپرېل (اے پی پی) د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور وئيلي دي د كورونا وائرس په ضد په فرنټ لائن د كاركوؤنكو حفاظت د حكومت تر ټولو اولنۍ ترجيح ده۔ د ډاكټرانو او طبي عملې خذمات به چرې هېر نه كړې شي۔ تر روژې مياشتې به 5 لكه راشن بېګونه مستحقينو ته ??رك??و۔ پنجاب كښې د حفاظتي كټس كو?? كمې نشته۔ د امنيتي ادارو ٬ ریسکیو 1122 او د ضلعي انتظاميې په شمول د ټولو ادارو مننه كوم كومې چې ددې وباﺀ په ??د جنګ كوي۔ ګورنر اېنکسی را??لپنډی كښې د ډاكټرانو او طبي عملې ترمينځھ د حفاظت كټس وېش په موقع ميډيا سره خبرو كښې ووئيل مونږ د كورونا وائرس په ??د جنګ كوؤنكې ډاكټرانو او طبي عملې ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوؤ۔ ددوئي جذبه او خذمات به تل ياد ساتلې شي۔ ده ووئيل د پاك پوځ ٬ رېنجرز ٬ پوليس او ضلعي انتظاميې په شمول د ټولو ادارو مننه كوو كومې چې په دې سخت وخت كښې د خپلو ځانونو پروا كولو نه غېر د هېواد او قوم خذمت كوي۔ ده ووئيل د شتمندو حضراتو هم مننه كوم چا چې زمونږ په اپيل مونږ ته د مرستې سامان را??ړې دې او كوم چې مستحقينو ته رسولې شي