اسلام آباد ۔ 16 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د چين په دوه ور??نۍ دوره روان شوې دې۔ د ګل په ور?? ايوان صدر څخه د جاري كړې شوي بيان له مخې اولس مشر ډاكټر عارف علوي دا دو??ه د خپل چينائي همڅنګ شي جن پنګ په بلنه كوي۔ د خپلې دورې په مهال به اولس مشر د خپل چينائي همڅنګ شي جن پنګ په شمول چينائي مشرتابه سره ملاقات كوي۔ د دورې مقصد د پاكستان لخوا د كورونا وائرس روانه وضعه نظر كښې نيولو س??ه د چين حكومت او اولس س??ه د بشپړې مرستې او يو والي څرګندونه كول دي۔ دې دورې سره به د دواړو وروڼو هېوادو??و ترمينځھ تاريخي او په دوه اړخيزه باور او مر سته اډانه اړيكې لا قوي شي