پینډۍ 14 جنوری (اے پی پی) سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه وئېلي دي پاكستان په منطقه كښې د امن او سلامتيا مهم شراكتدار دې٬پاكستان به د قامي سلامتيا او د دفاع د كومې سودا كولو نه غېر خپل زمه وار مثبت كردار ترسره كوي۔ده دا خبرې د كور كمانډرانو كنفرنس ته په خ??له وېنا كښې كړی د??۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)له مخې د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په مشرۍ كښې د كور كمانډرانو 228مه غونډه د نهې پھ ورځ د پینډۍ په جي اېچ كيو كښې وشوه۔فورم د جيو سټرټېجك٬د سيمه ايزې ا?? قامي سلامتيا صورتحال٬د كورنۍ سلامتيا صورتحال٬د پولې ا?? كنټرول لائن صورتحال او په مقبوضه كشمير كښې د صورتحال جاج واخست۔ غوندې د مينځني ختيز د امريكې ا?? ايران د شخړې په تناظر كښې د بدلېدونكي سلامتيا صورتحال او د دې په سيمه ايز امن او سلامتيا د اثراتو هم جاج واخست۔د كور كمانډرانو كنفرنس د هند د پوځي مشرتابه د غېر ذمه وارانه د اشعال ګرو بيانونو نوټس واخست۔د هند د پوځي مشرتابه لخوا د پاكستان په ضد جارحانه بيانونه غېر ذمه ورانه دي۔داسې بيانونو سره به د منطقې په امن او استحكام منفي آغېز اوش??۔د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د كور كمانډرانو كنفرنس ته په خ??له وېنا كښې ووئيل پاكستان په منطقه كښې د امن او سلامتيا مهم شراكتدار دے٬پاكستان په منطقه كښې ا??ن او سلامتيا لپاره مهم او ځانګړې خذمات لري