اسلام آباد 14 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د قانون له مخې د محمد نواز ??ريف بېرته هېواد ته راتللو لپاره ضمانت غوښتلې شوې٬ د ناروغه په صحت د سياست قائل نه يو٬ شهباز ??ريف بايد د انا د قالب نه رابهر شي ??و د ورور د صحت پحقله ذمه واره رويه اختيار كړي٬ انساني ژوند زيات قېمتي دے٬ سياست بيا هم كېدې شي٬ د مولانا فضل الرحمان پلان بي به هم د پلان اے په ډول پاتې راځي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان د زيارت په ورځ په اسلام آباد هائي كورټ كښې د پېشۍ نه پس د عدالت نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې وكړه۔ دې ووئيل د تېرې ورځې نه د نواز ??ريف بهر هېواد ته علاج لپاره د تګ په اړه سياسي بيانونه رامخې ته كېږي ٬ دا تاثر وركړې كېږې چې د شورټي بانډز مقصد سياسي ګټه ترلاسه كول وٶ كومه چې سمه نه ده۔ دې ووئيل وزيراعظم د نواز ??ريف صحت په اړه د سياست نه ټول منع كړې ٬ نواز ??ريف له يوازې په بشري بنياد درملنې لپاره بهر هېواد ته د تګ اجازه وركړې شوې۔ دې ووئيل د جنرال (ر) پروېز مشرف او د نواز ??ريف په كېسونو كښې يو بنيادي فرق دے٬ مشرف ته يو عدالت سزا نه وه وركړې او نه ئې نامه په اي سي اېل كښې ٶه ٬ نواز ??ريف د عدالتونو سزا وار دے او نامه ئې په اي سي اېل كښې وه۔ خاص مرستيالې ووئيل بانډز يوه قانوني تقاضه ده چې سياست سره هېڅ تعلق نه لري٬ په بانډز كښې د نغدو غوښتنه نه د?? شوې٬ د قانون له مخې د راستنېدو ضمانت غوښتلې شوې ۔ دې ووئيل د رنځور په صحت د سياست قائل نه يو٬ د مسلم ليګ (ن) مشرانو ته اپيل كوم چې د نواز ??ريف په صحت سياست اونه كړې ۔ دې ووئېل شهباز ??ريف د انا د قالب نه دې رابهر شي ??و د ورور د صحت پحقله دې ذمه واره رويه خپله كړي۔ خاص مرستيالې ووئيل سياست خو به كېږي خو انساني ژوند زيات قېمتي دے۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل مولانا لپاره لاس په دعا يو چې لوي څښتن ورله د هېواد د پرمختګ او سلامتيا په اړه د غوره پرېكړو توفيق وركړي۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د مولانا فضل الرحمان پلان بي به هم د پلان اے په ډول پاتې راځي٬ اولس د سياسي فنكارانو د فنكارۍ نه خبر دے٬ وزيراعظم عمران خان ړنګ شوې معيشت مستحكم كړې۔ دې ووئيل اولس به څوك د هېواد د پرمختګ په لاره كښې خنډان راولاړولو ته پرې نه