اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پی پی) د تحريك انصاف چيف ارګنائزر سېف الله خان نيازي د ګوند په مركزي او ري??نل تنظيمونو كښې په مهمو چوكو د كسانو د ټاكنې اعلان كړے۔ د وزيراعظم عمران خان په منظورې سر?? د ??ركزي او شمالي پنجاب د ګورننګ باډې اعلان هم وكړې شو۔ د نهې په ورځ د پي ټي آئي د مېډيا مركزي څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې د ګوند چيف آرګنائزر سېف الله خان نيازي د ټاكنو رسمي اعلان كړې۔ چوهدري محمد اشفاق د ګوند مركزي نائب صدر او د قامي اسمبلۍ غړې شېر علي ارباب مركزي اېډيشنل عمومي سېكتر ټاكې شوي۔ اع??از احمد چوهدري به په مركزي پنجاب كښې د صدر په توګه مشري كوي۔ د شمالي پنجاب ذمه وارې د قامي اسمبلۍ غړي صداقت علي عباسي ته سپارلې شوې۔ م??مد شعېب صديقي د مركزي پنجاب عمومي سېكتر ټاكلې شوے۔ ډاكټر حسن مسعود ملك په شمالي پنجاب كښې عمومي سېكتر٬ عثمان سعيد بسر د مركزي پنجاب د اطلاعات سېكتر او انجنيئر افتخار احمد چوهدري د شمالي پنجاب د اطلاعات سېكتر ټاكلې شوي۔ د?? د ??ه نورو چوكو هم ټاكنې كړې ۔ چيف آرګنائزر سېف الله خان نيازي نوو ټاكلو شوو ذمه وارنو لپار?? د ??ېكو هيلو څرګندونه كړې ده