ننكانه صاحب 11 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز احمد شاه وئيلي دي چې د اكهنډ بهارت نعره يوازې هندوانو لپاره لګول كېږيِ٬ په هند ??ښې د هټلر په طرز حكومت دے او پاكستان اقليتونو لپاره د كوم جنت نه كم نه دے۔ ده دا خ??رې په ننكانه صاحب ??ښې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وك??ې۔ په دې دستوره ??ښې د سكهانو٬ مسيحانو او د هندوانو مشرانو پشمول ګڼ شمېر وګړو ګډون وك??و۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل چې په بې ګناه كشميريانو د هندي ځواكونو ظلمونه د غندنې وړ دي٬ په هند ??ښې سكهانو٬ مسلمانانو او مسيحانو سره تل امتيازي سلوك كولې شي۔ د اكهنډ بهارت نعره يوازې هندوانو لپاره لګول كېږيِ٬ په هند ??ښې د هټلر په طرز حكومت دے او پاكستان اقليتونو لپاره د كوم جنت نه كم نه دے٬ د پاكستان په جوړولو او د هېواد په پرمختګ ??ښې د اقليونو كردار نه شي هېرول كېدے۔ ده ووئيل چې پاكستان د مينې٬ امن او د مساواتو د درس ??رك??ونكي بابا ګورونانك خاوره ده چې په تعليماتو ئې عمل كېدو سره ټوله نړۍ د امن ځائ جوړېدے شي۔ وفاقي وزير ووئيل چې تر څو انصاف نه وي تر هغه وخت هېواد پرمختګ نه شي كولې٬ افسوس چې مونږ د پاكستان جوړولو مقصد هېر كړے۔ بايد مونږ ټول د هېواد پرمختګ لپاره خپل كردار ترسره كړو۔