اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د منصوبه بندې٬ پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئيلي دي چې اوسني حكومت سره د سختو ح??لاتو په بج?? كښې ټولو څانګو ته پام كړے٬ په بج?? كښې ټاكل شوي د ټېكس اهداف ترلاسه كېدو سره به معيشت مستحكم شي او هېواد به د پرمختګ په لار روان شي٬ د راتلونكو پنځو كلونو په مهال به د ملازمتونو يو كروړ موقعې وركولې شي۔ د اتوار په ورځ د راتلونكي مالي كال 20-2019م په بج?? بحث كښې برخه اخستلو سره وفاقي وزير ووئيل چې بج?? د هېواد د معيشت د ا??خ ټاكنه كوي٬ د حكومت وژن پاليسي وي٬ چين څلوېښت كاله وړاندې اصلاحات كړي دي۔ ده ووئيل چې كله اوسنې حكومت جوړ شو نو د هېواد د تاريخ تر ټولو زيا??ه كرنټ خساره 20 اربه ډالر وه۔ د بج?? مالياتي خساره 2.3 كهربه روپې وه۔ دا ډېر لوي چېلنج و۔ ده ووئيل چې اوسني حكومت د كرنټ اكاؤنټ خساره د 20 اربه نه 12 نيم ارب ته راټيټه كړې۔