اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي جنګ د افغان شخړې هوارے نه دے ٬ دا مسئله بس د سوله ايزو خبرو اترو د لارې هوارېدې شي٬ پاكستان د افغان روغې جوړې په عمل كښې د توقعات نه هم زياته مرسته كوي ٬ خو د خپل سباٶن په لړ كښې پرېكړه آخر دا چې افغان اولس او حكومت له كول دي۔ د نهې په ورځ د پاك افغان ټرېك ټو سېمينار په موقع ميډيا سره خپلو خبرو خارجه وزير شاه محمود قرېشي وو??يل جنګ د افغان شخړې حل نه دے ٬ دا مسئله بس د سوله ايزو خبرو اترو د لارې هوارېدې شي٬ د دې وژن له مخې پاكستان د افغان روغې جوړې په عمل كښې بشپړه مرسته كوي او دا مرسته به دو??مداره ساتي٬ ده وو??ېل د خپل سباٶن په لړ كښې پرېكړه آخر دا چې افغان اولس او حكومت له كول دي ٬ مونږ سهولت كار جوړېدې شو خو پرېكړې نه شو كولې ۔ ده وو??يل مونږ دا خواهش لرو چې په افغانستان كښې امن او استحكام وي ٬ چې افغانستان كښې امن وي نو د دې خواږه به پاكستان لپاره هم زيات وي٬ ده وو??ېل د سيمه ايزو روابطو لارې ب?? پرانستلې شي٬ تجارت به په پېل شي او چې د انرژي فلو پېل شي نو نوې لارې ب?? پرانستلې شي٬ ده وو??ېل مونږ له پرېكړه كول دي چې په ماضي كښې ژوند كول دي يا مخ په وړاندې تلل دي۔ خارجه وزير وو??يل زمونږ سباٶن د امن او استحكام سره تعلق لري ٬ پاكستان د افغان روغې جوړې په عمل كښې د توقعاتو نه هم زياته مرسته كوي٬ پاکستان ھغه څه وكړل كوم چې د چا په خوب او خيال كښې هم نه وٶ۔ د يوې پوښتنې په ځواب خارجه وزير وو??يل چين كښې د بي آر آئي په موقع د وزيراعظم عمران خان او د روسيې د اولس مشر ولاديمير پيوټن ترمېنځه پروګرام نه وٶ٬ ده وو??ېل د وزيراعظم عمران خان ډېر زر د روسيې اولس مشر سره ملاقات كېدونكې دے