اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاہ محمود قرېش?? وئيلي دي سي پېك او بي آر آئي مسابقتي منصوبې نه دي بل??ې سي پېك ٬ د بي آر آئي فلېګ شپ منصوبه ده٬ دې منصوبو سره به د دواړو روڼو هېوادونو ترمېنځه اړيكې لا پراخه او مستحكمې شي۔ د زيارت په ورځ د چين ټي وي چېنل سره خپلې مركه كښې خارجه وزير ووئيل مستقل مزاجي ٬ باور او په هر حالت كښې يو بل سره كلك اودرېدل د پاكستان او چين د اوږدې مودې اړيكو بنيادي وجوهات دي٬ كوم چې به اوسنې حكومت لا مستح??م كوي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب خ??رجه وزير ووئيل د سي پېك خاص اقتصادي زونز جوړ كړې شوې چې مقصد ئې نه يوازې دوه اړخيزه سرمايه كاري زياتول دي بل??ې په سي پېك كښې نورو هېوادونو سره عېر ملكي سرمايه كارو ته بل??ه هم وركول دي ۔ ده ووئيل چين د سړكونو ٬ رېلوېز ٬ فائبر او اوپټكس انفراسټركچر جوړوي چې ورسره به درېمې ډلې ته منصوبې ??ره تړون لپاره آساني وي۔ خارجه وزير ووئيل د درېم ډلې سرمايه كارۍ ٬ روزګار موقعو ٬ د ټېكنالوجۍ ټرانسفر ٬ سيمه ايز استحكام او اقتصادي پرمختګ كښې به لا اضافه اوشي۔ د يوې پوښتنې په ځواب خ??رجه وزير ووئيل وزیراعظم عمران خان د چین اولس مشر زي جن پنګ ته د پاكستان دورې بل??ه وركړې ۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان ٬ افغانستان او د چین ترمېنځه درې كسيزه ستراتېژكې خبرې اترې هم خوشبينه پېشرفت دے ۔ ده ووئيل پاکستان د افغان حکومت او اولس په مشرۍ كښې د امن عمل ملاتړ كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب خ??رجه وزير ووئيل چين نه يوازې اقتصادي بل??ې شاندار بشري پرمختګ هم كړې دې