اسلام آباد ۔ 17 فروری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د پاكستان اوسنۍ دوره ډېره مهمه ده۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ يو نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښ?? وكړه۔ ده ووئيل ما خپل سعودي همڅنګ سره په يوه ناسته كښ?? په صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړې او دا خبره شوې چې نن د ورځې 11 بجې به سرينا هوټل كښ?? د ګډې خبري كنفرنس كوو۔ ده ووئيل مونږ يو نوې سپریم کوآرډینیشن کونسل جوړوو چې ورسره به د دواړه هېوادونو يو بل سره مرسته زياته شي۔ د پاكستان لخوا به ددې كونسل مشري وزيراعظم عمران خان او د سعودي عربستان لخوا سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلما?? كوي۔ ده ووئيل د سپریم کوآرډینیشن کونسل جوړېدو نشست نه وروستو به اېم او يوز لاسليك كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښ?? ده ووئيل د سعودي عربستان لخوا د توان ٬ كركيلې ٬ تېل او ګاز په څانګو كښ?? بېل لوظنامې كېدونكي دي۔ دې سره سره په پائپ لائن كښ?? به هم لوظنامه كولې شي۔ ده ووئيل د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځھ پخوا هم ښې اړيكې وې او د شريك باور خپلولي وه ولې مونږ دا اړيكې په معاشي او ستراتيجيكي همكارۍ كښ?? بدلوو۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښ?? ده ووئيل د اوسنو شمېرو ترمخه د لوئے څښتن په فضل د پاكستان معيشت مخ په ښه كېدل پېل شوي دي۔ امپورټس كم شوي او اېكسپورټس زيات شوې دې۔ د خلقو او سرمايه كارو باور زيات ??وې?? بهرني سرمايه كار پاكستان كښ?? سرمايه كارۍ كښ?? ژوره خوښي لري او يواځې سعودي عربستان نه بلكې هيله ده چې د مارچ مياشت كښ?? ملا??يش??ا هم پاكستان كښ?? لويه سرمايه كاري وكړي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښ?? ده ووئيل سعودي عربستان سره د پاكستان اړيكې مثالي دي او هم دا سوب دې چې د پاكستان په تاريخ كښ?? په اولني ځل دومره لوئې سعودي پلاوې پاكستان ته راغلې دې۔ ده ووئيل د پلوامه پېښې په اړه به مونږ حقائق وړاندې كوو او هند چې په سفارتي كچه د پاكستان د يواځې كولو كوم خوب ليدلو هغه ختم شوې او دومره لويه سفارتي دوره نړۍ ته وړاندې ده۔ ده ووئيل پاكستان يو ذمه وار هېواد دے كوم چې د امن خبره كړې او كوي به۔ ده ووئيل پاكستان خپلو نړيوالو ذمه وارو څخه ښه خبر دې۔ ده ووئيل هند دې د تحقيقاتو نه لرې او بې بنسټه تورونو لګولو څخه ډډه وكړي او كه كوم كوټلي ثبوتونه لري نو هغه دې وړاندې كړي مونږ بشپړه مرسته كولو له چمتو يو۔ ده