اسلام آباد 11 دسمبر (اے پی پی)سېفران لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ وئېلي دي د فاټا په خېبرپښتونخوا كښې د ضم كولو نه پس خاصه دار فورس دې د خېبرپښتونخوا پوليس كښې ضم كړی شي٬د فاټا اولس لپاره د 20 زره نوكرو وركولو لوظ دې تر سره كړی شي٬كه وسائل موجود وي نو د ا??بو او روغتيا په څانګو خرڅ كولو سره دې اولس له آسانۍ وركړی شي او د فاټا اولس ضرورتونه او مسئلو په اړه دې يوه سروے وكړی شي۔د نهې پھ ورځ د قائمه كمېټۍ غونډه د چيئرمېن سناتور تاج محمد آفريدي په مشرۍ كښې پارليمنټ هاؤس كښې وشوه۔په غونډه كښې د سناتور اورنګزېب خان د ا??لسي اهميت په معامله او فاټا كښې د عملياتو نه پس د بحالۍ او بيا ر??ونې د معاملو سره فاټا كښې د ليويز اختيارات٬سكولونو٬د روغتيا مركزونو او د نورو مسئلو تفصيلي جاج واخستلې شو۔د كمېټۍ چيئرمېن سناتور تاج محمد آفريدي ووئيل د فاټا د ا??ضمام نه وروستو صورتحال په سنجيدګۍ ??ره كتل غواړي ٬ ده ووئېل بايد پرمختيائي عمل داسې وي چې پكښې ټول اولس شامل وي او خلقو ته د قربانۍ وركولو صله وركړې شي۔ ےده ووئېل د فاټا د ا??ضمام نه وروستو صورتحال او د پرمختګ د عمل په اړه اولسي سماعت دې وكړی شي چې پكښې پوهان ٬ د ٬سول سوسائټۍ استازي٬د مېډيا او اړوندو ادارو چارواكو څخه رائے واخستلې شي۔ده ووئيل د پرمختګ اهداف ترلاسه كولو لپاره د فنډز كارول او سپيځلې تګلاره ضروري ده ۔سناتور اورنګزېب خان ووئيل په فاټا كښې د عملياتو په مهال بې شمېره كورونه تباه شوي وو٬د حكومت د اعلان باوجود هم خلقو ته معاوضې ورنه كړی شوې۔ده ووئيل فاټا كښې سكولونه هم د تباهۍ ښكار شوي وو او د 80 فيصده څخه زيات سكولونه اوس هم بند پراته دي۔پھ دې اړه دې يوه ذيلي كمېټي جوړه كړی شي چې د سيمو دوره وكړي او په دې اړه راپور جوړ كړي۔ده ووئيل د فاټا اولس سره د ناانصافۍ لړۍ اوس ختمول پكار ده۔ د اېس ډي جي اېس فنډز نه كارولو د معلاماتو هم تفصيلي جاج واخستلې شو۔ده ووئيل كوم صورتحال چې ښكاري د دې څخه د فاټا د ا??ضمام معامله وړاندې نه شي تللې٬حكومت د ا??ضمام په وخت د فاټا د ا??لس لپاره د 20 زره نوكرو وركولو وعده كړې وه كومه چې ترا??سه نه ده پوره شوې۔قائمه ??مې??ۍ ته ووئيل شول په اېس ډي جي اېس فنډز كښې 37.5 كروړه روپۍ نه دي خرڅ كړی شوې۔??مې??ۍ ته باور وركړی شو چې دا فنډ به د سيمې پرمختګ لپاره خرڅ كولې شي۔۔سناتور هلال الرحمان په دې خبره زور راوړو چې د فاټا د ضم كېدو لس كلنه پروژه دې د كمېټۍ غونډه كښې وړاندې كړی شي۔د كمېټۍ په غونډه كښې سناتور اورنګزېب خان٬حاجي مومن خان آفريدي٬هدايت الله٬هلال الرحمان٬سجاد حسېن طوري او سناتور لېفټيننټ جنرل(ر)صلاح الدين ترمذي نه علاوه د سېفران وزارت اعلٰی چارواكو ګډون كړې