اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي﴾ اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان د كوچنيانو د حقونو تحفظ لپاره په سيمه ايزو او نړيوالو اقداماتو كښې مهم كردار ترسره كوي٬ حكومت كوچنيانو له د هر ډول استحصال څخه تحفظ وركولو لپاره ??وخ عزم لري٬ د اصلاحاتو په اېجنډا كار پېل كړې شوې او د دې به په ??با??ن كښې د كوچنيانو په حقونو مثبت آغېز وشي۔ اولس مشر دا خبرې د ماشومانو د حقونو د تحفظ نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښې كړې۔ اولس مشر ووئيل د كوچنيانو د حقونو د تحفظ نړيواله ورځ هر كال لمانځلې كېږي۔ د كوچنيانو د حقونو تحفظ لپاره په نړيوال كنونشن ﴿سي آر سي﴾ د لاسليك كونكې په حېث پاكستان د كوچنيانو د حقونو تحفظ لپاره په سيمه ايزو او نړيوالو اقداماتو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ اولس مشر ووئيل دا زم??نږ ذمه واري ده چې م??نږ د نسل٬ ع??يدې٬ مذهب او حيثيت نه بالاتره ماشومانو ته د پرمختګ موقعو ته رسنه وركړو۔ د پاكستان حكومت كوچنيانو ته د هر ډول استحصال څخه تحفظ وركولو لپاره ??وخ عزم لري۔ ده ووئيل حكومت د اصلاحاتو په اېجنډا كار پېل كړې او د دې به په ??با??ن كښې د كوچنيانو په حقونو مثبت آغېز وشي۔۔ په دې كښې كوچنيانو سره د زياتي مخ نېوي لپاره اېكشن پلان٬ جوونائل جسټس اېكټ ته حتمي شكل وركول او د كوچنيانو حقونو لپاره قامي كميشن جوړول شامل دي۔ اولس مشر ووئيل حكومت د كوچنيانو د حقونو تحفظ لپاره د خپلو ذمه وارو نه ښه خبر دے خو ضرورت د دې خبرې دې چې ټولې اړوندې ډلې خپلې ذمه وارې پوره كړي۔ د كوچنيانو د خېر ښېګړې ??دف ترلاسه كولو لپاره به سركاري او نجي ادارو له خپل ګډون زياتول وي۔ اولس مشر مېډيا٬ كارپورېټ سېكټر٬ مور ٬ پلار او كوچنيانو ته ووئيل چې هغوي په هېواد كښې د كوچنيانو په ژوند كښې بهتري راوستلو لپاره خپل ګټور كردار ترسره كړي