كراچي 04 نومبر (اے پي پي﴾ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي چې د عمران خان پھ مشرۍ كښې په هېواد كښې د مډل او وروستو پاتې طبقې انقلاب راغلې٬د كراچۍ د هېواد په سياست كښې مهم كرد??ر دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د كراچۍ په ګورنر هاؤس كښې د پاكستان تحريك انصاف ?? قامي او صوبائي ا??مب??ۍ غړو او نورو عهديدارانو غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ پھ دې موقع د قامي ا??مب??ۍ دوهم سپيكر قاسم سوري٬وفاقي وزير ميا محمود سومرو٬صوبائي صدر امير بخش بھټو٬ د صوبائي ا??مب??ۍ غړي حليم عادل شېخ٬د سندھ ا??مب??ۍ اپوزېشن مشر فردوس شميم نقوي٬ د كراچۍ ډويژن صدر خر?? شېر زمان او نور غړي هم موجود وو۔ فواد چوهدري ووئيل چې ټاكنې به د عمران خان د نظريې له امله ګټلې شي۔ ده ووئيل چې په وزيراعظم هاؤس كښې د ګيلو سيل جوړ كړې شوې او د سندھ ګورنر ته هم وئېلې شي چې هغه دې په ګورنر هاوس كښې د اولس د ګيلو سيل جوړ كړي۔ ده ووئيل د بېنظرانكم سپورټ پروګرام له مخې هر يو د قامي او صوبائي ا??مب??ۍ غړې دې د 2000 كسانو لسټ جوړ كړي٬ دا لسټونه به په دې پروګرام كښې شامل كړې شي۔ ده ووئيل چې د وفاقي حكومت د متحده عرب اماراتو سره خبرې شوي دي او په كراچۍ كښې به د اوبو لپاره پلانټ ولګولې شي۔غونډه كښې د قامي او صوبائي ا??مب??ۍ غړو د خپلو خپلو سيمو مسئلو او راتلونكو بلدياتي ټاكنو كښې د ګوند د پالېسۍ په اړه خبرې وكړې۔