اسلام آباد ۔ 14ستمبر (اے پی پی) د پارلمان د دواړو ايوانونو شريكه غونډه د ګل په ورځ ماښام 4 بجې كېږي۔ دې غونډې ته به اولس مشر ډاكټر عارف علوي خطاب كوي۔ د غونډې مشري به د قومي ا??مبلۍ سپيكر اسد قېصر كوي۔ د قومي ا??مبلۍ سېكرټرېټ د صدارتي خطاب په مها?? ټولو ??نتظاماتو ته حتمي شكل وركړې دې۔ په دې مهال به د خصوصي بلنې نه لرونكو ته د پارلمان حدونو ته د ننوتو اجازه وركولې نه شي۔ د پارلمان داخلي لارې او چاپېرچل كښې به امنيت ټينګولې شي۔ غونډې څخه وړاندې به د ټولو پارلماني ګوندونو غونډې كېږي په كومو ??ښې به چې د صدارتي خطاب په مهال پارلماني ګوندونه خپلې حكمت عملۍ ته حتمي شكل وركوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د جولائي 25 مې نېټې ټول ټاكنو په نتيجه كښې جوړې شوې قومي ا??مبلۍ ته به د اولس مشر دا اولنې خطاب وي۔ دې نه وروستو به د قومي ا??مبلۍ پارلماني كال په باقاعده توګه پ??ل شي۔ د اولس مشر د پارلمان دواړو ايوانونو ته د هر پارلماني كال په پ??ل خطاب كول يوه آئيني غوښتنه ده په دې كښې اولس مشر خپل خطاب كښې سېنېټ او قومي ا??مبلۍ ته ګائيډ لائن وركوي۔ دا غونډه د جمعې په ورځ د ستمبر په 14 مه نېټھ رابللې شوې وه ولې د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف د كورودانې كلثوم نواز وفات په سبب د وزيراعظم عمران خان په هدايت ددې غونډې شېډول بدل كړې شو