حسن ابدال 08 اګست (اے پي پي) لنډ مهاله وزیراعظم جسټس (ر) ناصر الملك په زده كوٶنكو زور رواړې چې په مينه او ??وارۍ سره زدكړو له هڅې روانې وساتي او ??خلاقي زده كړو ته هم پام لرنه وكړي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د الماماتر پرېزنټېشن کانوېنټ هائي سكول دورې په مهال خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل ز??ه كوونكي په ټ??لنه كښې په زړه پورې بدلون لپاره مهم كردار ترسره كوي۔ وزیراعظم د خپل سكول وخت د كال 1957 نه تر 1963 د ابتدائي كلونو ذكر كولو سره ووئيل زه د شپږو كالو په عمر كښې د يو بورډنګ زده كوٶنكي په توګه سكول كښې داخل شوې ووم۔ ده ډېر په اشتياق سره د تېر وخت ذكر كولو سره ووئيل سسټر جيمز څوك چې د خپل سخت مزاجۍ په سوب ډېره نوميالۍ وه ما ته ??ما د صلاحيتونو په سوب ډبل پروموشن راكړو۔ ده ووئيل د سوات د لرې پرتې سيمې سره د تعلق په سوب به زه په كال كښې يوازې دوه ځله خپلې مورنۍ سيمې ته ??للم او كورنۍ سره به مې رابطه په مياشت كښې د خط د لارې كېدله۔ ده زده كوٶنكو ته ووئيل كله چې تاسو سكول پرېږدۍ نو دا وخت به د خپل ژوند د پياوړي وخت په توګه يادوۍ۔ په دې موقع خپلو ستاذانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وزيراعظم ووئيل د سختۍ باوجود زه د خپلو استاذانو چا ته چې سسټرز وئيل كېدلې مونږ به ئې ډېر زيات احترام كولو۔ ده باور څرګند كړو چې اوسني استاذان به هم د ادارې اعلٰې معيار په ځائ وساتي كومه چې د ادارې پېژندګلې ده۔ په دې موقع د سكول پرنسپلې پروین برکت ووئيل زمونږ سكول لپاره دا د اعزاز خبره ده چې د خپل پخواني زده كوٶنكي څوك چې اوس د هېواد وزيراعظم دے هركلے كوي