اسلام آباد ۔ 5 اګست (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزيرې رو??ن خورشيد بروچه د هند لخوا مقبوضه كشمير كښې د استوګنې نوې ځايونه جوړولو ګامونو په سختو ټكو ??ښې غندنه كولو سره وئيلي دي هند ددې ډول د غندنې وړ ګامو??و سره خپل ناوړه مقاصد ترلاسه كولې نه شي۔ مقبوضه کشمیر كښې د آبادۍ تناسب كښې بدلون كولو له هند چې په مقبوضه كشمير كښې د اسرائيل په ډول ګامونه پورته كوي ددې چې څومره هم غندنه وكړې شي كمه ده۔ نړيواله ورورولي دې مقبوضه كشمير كښې د هند د دې د غندنې وړ ګامونو نوټس واخلي۔ د مقبوضه كشمير غېرتمند اولس به ددې په نره مقابله كوي۔ د اتوار په ورځ خپل بيان ك??ې وفاقي وزير?? ووئيل د هند لخوا سره ددې ظلم او زياتي د كشميريانو پاكستان سره تړون لا زيات شوې او نن د كشمير درېم نسل هم د خپلو پلار نيك نه هم زيات د پاكستان سره د خپل تړون څرګندونه كوي او په دې لړ كښې د مقبوضه كشمير په لارو كوڅو كښې د خپلو ځانونو قرباني وركوي۔ د?? ووئيل وخت راغلې چې نړيواله ورورولي د خپلو ذاتي ګټو څخه بهر وتلو سره كشميري اولس ته د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو په رڼا كښې دخپلواكۍ حق وركړي۔