لاهور 14 جولائي (اے پي پي) د مسلم ليګ ﴿ن﴾ صدر او د پنجاب پخواني وزيراعلٰي محمد شهب??ز شريف وئيلي دي چې كه ټاكنې سپېځلې ونه شوې نو نتيجې به قبولې نه كړو٬ ډېر زر به د سوله ايز احتجاج غږ وكړم٬ تورې پټې به تړو او احتجاجي غونډې به كېږي٬ د لكونو په شمېر خلقو زما په خواست د سوله ايز احتجاج كولو لوظ پوره كړو٬ داسې جوش لرونكې لاريون مو كله هم نه دې ليدلې٬ كاركنان نيول شوي او د مشرانو په ضد مقدمې جوړې كړې شوې دي٬ په مستونګ كښې په شوې ترهګرې كښې هند ??كړ دے٬ عمران خان بيا تورونه لګوي٬ په زندان كښې د نو??ز شريف ټرائل د انصاف تقاضې نه پوره كوي۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ په لاهور كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع د قومي اسمب??ې سپيكر سردار اياز صادق٬ خواجه سعد رفيق٬ مريم اورنګزېب٬ د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر او نور هم موجود وو۔ شهب??ز شريف ووئيل چې په مستونګ او خېبر پښتونخوا كښې د ترهګرې په پېښو ټول قوم غمجن دے٬ په هېواد كښې دردوونكې پېښې رامېنځ ته كېږي۔ په دې خبره كښې هېڅ شك نشته چې په مستونګ كښې د ترهګرې په پېښه كښې هند ??كړ دے۔ هند تل د پاكستان د امن خرابولو هڅه كړې۔ عمران خان وئيلي دي چې كله په نو??ز شريف سخت وخت راشي نو ترهګري كېږي۔ ??ا افسوس ناكه خبره ده۔ د مستونګ د پېښې سخته غندنه كوو٬ لوي څښتن دې شهيدانو ته لوړې درجې وركړي۔ ده ووئيل چې نو??ز شريف او مريم نواز اډياله زندان ته منتقل كړې شوي دي٬ اوس په زندان كښې د ټرائل پرېكړه كولې شي٬ په زندان كښې ټرائل كول د قانون او انصاف په ضد پرېكړه ده۔ په زندانونو كښې د ترهګرو ټرائل كېږي۔ داسې اقداماتو سره قوم ته څه پېغام وركول كېږي۔ ده ووئيل چې د نو??ز شريف هركلي كولو لپاره خلق نه وو راوستل شوي٬ بلكې په خپله راغلي وو۔ ټول لاهور په سړكونو وو٬ خلقو خپل ماشومان ځان سره راوستي وو۔ وړوكي ماشومان هم په استقبال كښې شامل وو۔ ده ووئيل چې په لاهور كښې كاركنان نيول شوي دي٬ د نورو ښارونو نه د راتلونكو لارې بند كړې شوې۔ ده ووئيل چې د پوليسو په تشدد كښې زمونږ كاركنان ژوبل شوي هم دي۔ ده ووئيل چې د نو??ز شريف او مريم نواز زندان ته د منتقلې نه پس به ټول آپشن كاروو۔ ده ووئيل چې يوازې د مسلم ليګ ن وركر په نښه كولې شي۔