اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن د پاكستان اولس او حكومت لخوا د شخړيز كشمير د مظلومه اولس د بنيادي خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره د هلو ځلو اخلاقي٬ سياسي او د سفارتي ملاتړ پخلي كولو سره په نړيوالې ورورول?? زور رواړې چې په دې ??قل?? خپلې ذمه وار?? وپېژني۔ اولس مشر دا خبرې د جمعې په ورځ د مقبوضه كشمير اولس سره د يوالي څرګندونې لپاره د ورځې په موقع خپل پېغام كښې كړې۔ اولس مشر ووئيل د هند د امنيتي ځواكونو لخوا په بې ګناه كشميريانو د ظلم او جبر په نتيجه كښې د شلو نه زيات كشميري ځوانان شهيدان او 200 ن?? زيات بې ګناه مظاهرچيان ټپيان شوي دي ۔ ده ووئيل خپلو تاريخي هلو ځلو كښې د مقبوضه كشمير مېړنې او عزم لرونكي اولس بې مثاله قربانۍ وركړې ۔ ده ووئيل د هند رياستي ترهګري د مقبوضه کشمیر اولس د هند جبر او ظلم په ضد د خپل بنيادي حق هلو ځلو نه په مخ نيوي كښې ناكامه راغلې۔ اولس مشر په نړيوالې ورورولۍ ټېنګار وكړو چې نړيواله ورورولي په دې معامله كښې خپلې ذمه وار?? وپېژني۔ اولس مشر د هند نه غوښتنه وكړه چې هند دې د قابضو امنيتي ځواكونو لخوا د بشري حقونو خلاف ورزيو جاج لپاره د بشري حقونو د هائي كمشنر دفتر او د اسلامي مرستې تنظيم د خپلواكه بشري حقونو مستقل كمېسون ته د آزاد فېكټ فائنډنګ ډلو لېږلو لپاره آسانۍ پېدا كړي او د كشمير پ??قل?? دې د ملګرو ملتونو د سلامتيا كونسل د قراردادونو له مخې خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي