اسلام آباد 06 اپریل (اے پی پی) د دفاع وزير خرم دستګير ماسكو كښې د روس فېډرېشن صنعت او تجارت وزير ډينس منتوروف سره ??لاقات كړی۔دواړه وزيران د پاكستان روسې پايه تخت د تجارت اقتصادي٬سائنسي او ټېكنيكل ك??ېشن مرستې شريك چيئرپرسنز دي۔په دې موقع په روس كښې د پاكستان سفير خليل الله قاضي هم موجود ؤ۔د دفاع وزير ووئيل پاكستان روس ??ره خپلو اړيكو ته ډېر ا??ميت وركوي۔ده ووئيل د 2013 نه د پاكستان او روس ??وه اړخيزه اړيكو كښې ښه والې راغلې كوم چې د دواړو هېوادونو د سياسي مشرتابه د شريك وژن ثبوت دے۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو دوه اړخيزه تجارت زيات شوې او په هغې كښې د نورې اضافې لويې ګنجائش شته۔د روسيې وزير ډينس منتوروف ووئيل د بين الحكومتي كمېشن څخه اعلٰی كچ غونډو او ملاقاتونو ښه موقعې ترلاسه كېږي۔هغه د روس ??و پاكستان ترمينځه د مرستې مضبوطولو په ضرورت زور راوړولو سره ??وئيل دې مرستې سره به منطقه كښې امن او استحكام وده ومومي ۔دواړو وزيرانو ووئيل په نومبر 2017 كښې ماسكو كښې د شوي حكومتونو كمېشن پنځمې غونډې په پريكړو عملدرآمد كښې پېشرفت شوې۔د دواړه خوا په تجارت٬توان٬دفاع٬سائنس او ټېكنالوجي٬كركيلې٬تعليم او نورو ??انګو كښې مرستې ته سلا شوي۔د روسيې وزير خرم دستګير خان له باور وركړو چې په دې پراجېكټ به عملدرآمد تندولو په لړ كښې ډېر زر د روس پلاوې د پاكستان دوره ??كړي۔