اسلام آباد 05 اپریل (اے پی پی)خارجه وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي د ترهه ??رۍ لعنت په ضد كاميابۍ مونږ ته د جمهوري پاكستان وژن او حقيقت رامخې ته كولو له مرستيالې ګرځي ٬ټول قام د ترهه ??رۍ په ضد جنګ كښې يو موټې دے٬ترهه ??ر زمونږ خپلواكي ختمول غواړي او كوم هم هېواد په خپل سيمه ايز سالميت بريدونه نظرانداز كولې نشي۔زمونږ ځواكونو د خپل هېواد دفاع لپاره ګڼې قربانۍ وركړي او د هېواد په خاطر نورو قربانيو وركولو له هم چمتو دي۔د زيارت په ورځ درې ورځني د ترهه ??رۍ مخ نيوي نړيوال فورم اختتامي غونډې ته د خطاب كولو پھ مهال خارجه وزير ووئيل پاكستان د ترهه ??رۍ تر ټولو زيات ښكار هېواد دے٬ترهه ??ر زمونږ خپلواكي ختمول غواړي٬كوم هم هېواد په خپل سيمه ايز سالميت بريدونه نظرانداز كولې نشي۔ده ووئيل قائداعظم محمد علي جناح پاكستان له جمهوري وژن وركړی٬د قائد وژن هېواد كښې دننه او بهر د امن او ورورورلۍ وژن ؤ۔هېواد د آئيني جمهوري اصولو پھ مستحكمو بنيادونو روان دے او د نړۍ ټولو هېوادونو پھ خاص توګه ګاونډيانو هېوادونو سره په ورورولۍ اډانه او امناكه اړيكې زمونږ د خارجه پالېسۍ مهمه ستن ده۔ خارجه وزير ووئېل زمونږ جمهوري وژن تعليم٬روغتيا٬ځوانانو له روزګار وركول٬اقليتونو ته تحفظ٬مذهبي همغږي٬سماجي او اقتصادي پرمختګ او په قامي پیداوار كښې زياتوالې دے۔ده ووئيل زمونږ وژن پاكستان آسيائي طاقت جوړ كړی٬د پاكستان شمېره په لويو معيشتونو كښې اوس كېږي۔ده ووئيل د ترهه ??رۍ په ضد د كامياب جنګ نه وروستو حكومت بحالي او د نوې تعمير هلې ځلې په تندۍ سره روانې دي خو زمونږ په ګاونډي هېواد كښې د ترهه ??رو محفوظو استوګنو څخه پاكستان د عدم استحكام سره د مخ كولو له هڅه كېږي