اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي﴾د پاك بحريه مشر ا??ډم??ل ظفرمحمود عباسي وئېلي دي چې د ون?? كرلو مقصد راتلونكو نسلونو ته غوره ماحول باوري كو?? دي٬هر يو وګړي ته به د يوې ونې كرلو لوظ كو?? وي۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ په نيول هېډكوارټر كښې د پسرلي د موسم د ون?? كرلو د كمپائن پیل كېدو په موقع په خپلو خبرو كښې وكړې۔په دې ??وقع د پاك بحريه مشر ووئيل چې ونې مونږ ته فطرت سره د خپل تعلق لا قوي كولو لپاره ځانګړی موقع راكوي۔ده ووئيل چې هېواد وال دې ??ه دې ??يك مقصد كښې د پاك بحريه مرسته وكړي او راتلونكې نسل ته ښه ماحول وركولو لپاره دې دم يوې ونې لګولو لوظ وكړي۔پاك بحريه د ګرين پاكستان په پروګرام كښې خپله برخه اچولو لپاره په لوېديز كښې د جيوني نه واخله په ختيز كښې تر سركريك پورې د خپلې ذمه وارۍ په سيمو كښې په لويه پېمانه د ون?? كرلو اراده لري۔د هېواد مجموعي ماحولياتي صورتحال لا ښه كولو لپاره پاك بحريه پھ دې ډول مهمو چارو كښې د بشپړه توګه ګډون كولو عزم لري۔د ونې د كرلو د كمپائن پېل كېدو په موقع د ماحولياتي بدلون پارلماني سېكتره٬د قامي اسمبلۍ غړې رومينه خورشيد عالم او د پاك بحريه اعلٰی چارواكي هم موجود وو