اسلام آباد 12 جنوری (اے پی پی) وزيرا??ظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي حكومت د هېواد په ټولو برخو كښې په ارزانه بيعه د براډ بينډ آسانې وركولو لپاره عملي ګامونه پورته كوي٬د تهري جي او فور جي د خذماتو پیل كېدو نه پس د پروژې له مخې 5896 كليو والو سيمو ته د براډ بينډ آسانې وركولې شي٬د نوو لوظ نامو په نتيجه كښې به خېبر٬مومند او ډي آئي خان كښې د درې نيم اربه روپو په لګښت سره په 1187 كلي والو سيمو كښې د 40 لكو نه زيات خلق آسانې ولري۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ په ځ??يې هوټل كښې د وفاق تر انتظام لاندې په قبائېلي سيمو (فاټا)٬ خېبر ايجنسۍ٬مومند ايجنسۍ او ډي آئي خان كښې پائيدار پرمختيائي پروژو لپاره د براډ بينډ په لوظ نامه د لاس ليك دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔وزيرا??ظم د يونيورسل سپورټ فنډ په مرسته د هېواد په قبائېلي سيمو كښې د براډ بينډ آسانيو لپاره د اقداماتو ستائنه كولو سره ووئيل دې سره به خلق په كور آسانې ولري او د ښارونو او د كلي والو سيمو ت??مينځه به د فرق ختمولو له مرسته تر لاسه شي۔د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزارت له مخې كار كونكې يو اېس اېف په پاتې سيمو كښې د ټېلي كام آسانيو لپاره كار كوي۔ده د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزارت ته په راتلوونكو څلورو مياشتو كښې د دې پروژې ترسره كولو او په ارزانه بيعه د آسانيو وركولو امر وكړو۔ده هيله څرګنده كړه چې دې سره به خلقو لپاره نوې لارې پرانستلې شي او د اي كامرس سره به نور يو شمېر خذمات هم رامينځ ته شي د كومو چې څو كاله وړاندې تصور هم نه شو كېدې۔وزيرا??ظم ووئيل اي سروسز په تندۍ سره رامخې ته كېدونكې څانګه ده او دا د هېواد په لرې سيمو كښې خلقو ته د روغتيا او ت??ليم او د كاروبار موقعې وركولې شي۔په نورو پړانو كښې به د دې په نتيجه كښې په اليكټرانك ووټنګ او د ټاكنو كولو په لګښت كښې هم كمي راشي۔ده ووئيل يو اېس اېف په هېواد كښې پائيداره پرمختيائي اهدافو ت??لاسه كولو لپاره مرسته كوي۔وزيرا??ظم ووئيل حكومت د هېواد په ټولو سيمو كښې په ارزانه بيعه د براډ بينډ آسانيو لپاره اقدامات كوي چې دغسې د هېواد په لرې سيمو كښې آسانې پېدا شي۔ده ووئيل يو اېس اېف د ټولنې په پرمختګ كښې د مرسته كونكې كردار ادا كوي۔ده ووئيل د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزارت په هېواد كښې په ارزانه بيعه براډ بينډ لپاره د جامع حكمت عملۍ له مخې اقدامات كوي چې دغسې د ټېلي كام څانګې پرمختګ څخه د هېواد ټولې سيمې يو ډول استفاده وكړی شي۔وزيرا??ظم په كم پرمختللي او پاتې سيمو كښې انجونو لپاره د آئي ټي او اي سروسز په وركړه كښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ پھ اړه د يو اېس اېف د اقدام ذكر هم وكړو۔يو اېس اېف انجونو لپاره د آئي سي ټي پروژې له مخې مائيكرو سافټ سره د انجونو ت??بيې لپاره ګدون كړی۔تراوسه د پاكستان بېت المال په وومن اېمپارومنټ مركزونو كښې د كمپيوټر 100 لېبارټرۍ جوړی كړی شوي چې پكښې به 3500 زده كوونكو له تربيه وركولې شي۔دستورې ته د انفارمېشن ټېكنالوجۍ دوهمې وزيرې انوشه رحمان هم وېنا وكړه او وې ووئيل د يونيورسل سپورټ فنډ د 226 كمپيوټرز لېبارټرۍ د لارې د اسلام آباد په سكولونو كښې زده كوونكو ته د آئي سي ټي تربيه وركولې شي۔مائيكرو سافټ به 202 ښوونكي هم تربيه كوي چې د لارې به يې 17 زره انجونو ته تربيه وركولې شي۔د دې نه وړاندې وزيرا??ظم شاهد خاقان عباسي د يو اېس اېف او د يوفون ټېلي نار سروس وركونكو ت??مينځه د لوظ نامو د لاس ليك دستوره كښې ګډون وكړو۔د دې څخه وروستو اے پي پي سره په خبرو كښې د ټېلي نار پاكستان چيف ايګزېكټو آفيسر عرفان وهاب خان ووئيل چې ټولنه خپلواكه جوړول د ټېلي نار پاكستان اقدار محور دې٬ده ووئيل چې په پنځو ضلعو كښې 120 نوې سائټس جوړول يو لويې كار دې۔ده ووئيل چې د ټېلي نار ډله د مومند ايجنسۍ او ډېره اسماعيل خان 17 لكه وګړي په خپلو كښې د تړلو چېلنج په اړه ډېر پرجوش دي