اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل سهيل امان د پاك فضائيه وړومبني پاكستاني كمانډر انچيف ايئر مارشل اصغر خ??ن په مړينه غمرازي ښكاره كړې ده ۔ د ايئر مارشل اصغر خ??ن خذماتو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ايئر چيف پخپل پېغام ??ښې وئېلي دي ايئر مارشل اصغر خ??ن د پاك فضائيه لپاره د لارې مشال ؤ٬ د هغه پشان باني پاك فضائيه لپاره د افتخار وړ ؤ٬ هغه د اعلٰی كردار٬غېر معمولي وظيفائي صلاحيتونو او د غېر متزلزل عزم پيكر ؤ۔هغه په ډېره لنډه موده ??ښې نوې ايئر فورس د قائداعظم د بصيرت له مخې پھ يو قوي پوځي قوت بدلولو لپاره خواري كړې ۔ايئر چيف ووئيل پاك فضائيه د هغه په خذماتو هغه ته پیرزوئنې وړاندې كوي۔د ده د كارنامو له امله پھ راتلونكو وختونو ??ښې به هم ايئر مارشل اصغر خ??ن د فادر آف پاكستان ايئر فورس په توګه ياد ساتلې شي۔ايئر مارشل اصغر خ??ن په كال 1921م ??ښې د جنورۍ په 17مه نېټھ د جمو كشمير د پوځي رواياتو پھ يوه ځلانده كورنۍ ??ښې زېږېدلې ؤ ۔د ايچي سن كالج څخه د زده كړو ترسره كولو نه پس هغه په دسمبر كال 1940 ??ښې پھ رائل انډين ايئر فورس ??ښې ګډون كړے ؤ ۔ هغه د يو ځوان فائټر پائېلوټ په توګه د برما په مقام په دوئم لويې جنګ ??ښې ګډون كړے ؤ ۔په كال 1947 ??ښې د پاكستان جوړېدو نه پس د هغه تباد??ه رائل پاك فضائيه ته وكړې شوه او هغه د رائل پاك فضائيه كالج رسالپور وړومبې كمانډنټ جوړ شو۔هغه د آزادۍ نه سمدستي وروستو د پاكستان او هند ترمينځه د كشمير پھ محاذ په وړومبني جنګ ??ښې ځانګړي خذمات ترسره كړل۔هغه ته د بابائے قام قائداعظم محمد علي جناح د رائل پاك فضائيه ټريننګ سكول رسالپور ته په راتللو د ه??كل?? كولو درنښت هم ترلاسه ؤ۔پھ جولائي كال 1957 ??ښې هغه د 36 كلونو په عمر ??ښې تر ټولو كم عمره پاكستانې كمانډر انچيف جوړ شو۔د كمانډر انچيف په حېث ايئر چيف مارشل اصغر خ??ن نوې جيټ٬بمبار٬مسافر بردار٬تربيتي الوتكې او چورلكې شاملولو سره پاك فضائيه په جديد فضائي قوت بدل كړه۔ د هغه په مشرۍ ??ښې پاك فضائيه بي 57 بمبرز٬ ټي ۔ 37 ټونټي برډز٬ اېف ۔86 ٬ سبريس٬سټار فائيټرز٬ اېف ۔ 104 او سي130 هركوليس الوتكې په فضائي بېړۍ ??ښې شاملې كړې شوې۔د هغه د خذماتو پھ اعتراف ??ښې پي اے اېف اكېډمي رسالپور په كال 2017م ??ښې د ايئر مارشل اصغر خ??ن په نوم منسوب كړې شوې ده